د کار اداره: تر پخوا ډیرو مهاجرينو کارونه موندلي دي
۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سهشنبهد آلمان د کار موندنې ادارې د کار بازار ته د مهاجرو د داخلیدو یو مثبت بیلانس وړاندي کړی دی. د دغې ادارې مشر دیتلیف شېله، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي دا د دوی تر انتظار هم یو څه لوړ ول. د کار د ادارې شمیرې ښيي چي په مې میاشت کي ۳۰۰۰۰۰ مهاجرينو کارونه لرل چي تر تیر کال دغه وخت ۸۸۰۰۰ اضافه وه. د شېله په خبره دا یو ښه پرمختگ دی او په دې سره د مهاجرينو یوه لویه برخه دولت ته مالیې هم ورکوي.
د همدې عیسوي کال په جولای میاشت کي ۴۸۲۰۰۰ مهاجرينو د کار په اداره کي د کارموندلو له پاره ځانونه ثبت کړي دي چي اکثرو یې د آلماني ژبي کورسونه هم خلاص کړي دي. شیله وايي چي د کار بازار ته د ورداخلیدلو لوی راز پر آلماني ژبي باندي حاکمیت دی او هر څومره چي څوک پر ژبه باندي حاکم وي په هغه اندازه یې د کار پیداکولو چانس هم لوړیږي.
د ده په خبره هغو مهاجرينو چي مسلکي ښوونځي یې پیل کړي دي هم پر مثبت لور روان دي. د کار د ارادې په حواله څه نا څه ۲۸۰۰۰ ځوانانو په دې منځ یوه مسلکی ښوونځي ته لار موندلې ده.
زموږ د آرشیف څخه په دې هکله یو انځوریز البوم:( 20.11.2015 )