د کابل په يوه مسجد کې چاودنې مشهور امام وژلی
۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعهد چاودنې علت سمدلاسه څرګند نه وو، خو د کابل په ختيځ د التقوا په مسجد کې رامځ ته شوې چاودنې مولوي ريحان وژلی دی چې د دغه جومات امام وو.
د جمعې ورځې لمانځه ته په تېره د روژې په مياشت کې ډېر کسان ورځي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي: «له بده مرغه مولوي ريحان شهيد شوی او ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپيان شوي هم دي.»
چاودنه کې مشهور ديني عالم هم وژل شوی
د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، د فرانسې خبري اژانس ته دغه خبره تائيد کړې ده چې ښاغلی ريحان وژل شوی او ويلي يې دي چې د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه څېړنې پيل شوې دي.
ځايي رسنيو ويلي دي چاودنه د يوه بم وه. د التقوا مسجد امام او ديني عالم ښاغلی ريحان په کابل کې شهرت درلود، ځکه چې په ځايي ټلويزيونو کې به د ديني خپرونو همېشنی مېلمه وو.
په داسې حال کې چې په کابل کې د شيعه ګانو پر زيارتونو او غونډو باندې په پر له پسې توګه بریدونه شوي دي، ښاغلي ريحان په سني مذهب پورې اړه درلوده.
د ښاغلي ريحان پر فيسبوک پاڼې باندې داسې يو عکس هم خپور شوی دی چې دی پکې د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی. تر دې دمه د بريد پړه کومې ډلې منلې نه ده.
(N.S/N.Z(dpa,afp