1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کابل د چاودنې له کبله د وژل شویو شمیر ۵۰ ته لوړ شو

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

درو افغان چارواکو ویلي چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ودونو په یوه صالون کې د ځانمرګي برید له کبله تر ۵۰ ډیر کسان وژل شوي. په دې صالون کې یو شمیر عالمان د مولود شریف مراسمو د لمانځنې له پاره راټول شوي ول.

https://p.dw.com/p/38bO6
Afghanistan, Kabul: Tote und Verletzte bei Selbstmordanschlag
انځور: Reuters/M. Ismail

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د چاودنې له کبله ۸۰ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. هغه تر دې مخکې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویلي وو: «په خواشینې سره د شپږو بجو او پنځلسو دقيقو په شاوخوا کې نن ماښام، په اورانوس هوټل کې د عالمانو په منځ کې چې د مولود شريف لمانځنه یې کوله یوه انتحاري حمله وشوه.»

ویل شوي دي چې د برید هدف د علماو شورا وو چې د ودونو په یوه صالون کې یې د مولود شريف مراسم لمانځل. تر دې مخکې د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، د چاودنې په پایله کې د ۶۰ کسانو د ټپې کیدو خبره کړې وه.

د کابل د ایمرجنسي روغتون چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ۳۰ امبولانسونه د برید سیمې ته تللي. زیاته شوې چې د پیښې د ۴۰ ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

دا په تیرو څو میاشتو کې په کابل کې د تر سره شووو بريدونو څخه تر ټولو خونړی دی. دانش روښانه کړه چې تر اوسه پورې د دې برید پړه کومې ډلې نه ده منلې. د دغه شان بریدونو د تلفاتو کچه د وخت په تیریدو سره لوړیږي.