د کابل د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبهد تیر کال په اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې تر پارلماني ټاکنو وروسته، د کابل پایلې د وروستي ولایت په توګه اعلان شوې. د دغو پایلو اعلان تر دې مخکې څو وارې ځنډیدلی وو او د کابل د رایو یوه برخه یې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنې په پایله کې باطلې اعلان شوي دي.
تر دې اعلان څو ورځې مخکې یو شمیر هغه نوماندانو چې په تر دې مخکې اعلان شویو پایلو کې د ټاکنو د ګټونکو په لیست کې شامل وو خو اوس یې نومونه له دې لیست څخه وتلي دي د پارلمان او ټاکنو کمیسیون د ودانیو مخکې ته مظاهرې کړې دي.
د اپریل پر ۲۸مه نیټه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د رایو د بیا شمیرلو بهیر چې هغه وخت پر مخ روان وو، د درغلو له کبله رد کړ او د ټولو رایو د تازه بیا شمیرنې پریکړه یې وکړه.
تر دې مخکې په مارچ میاشت کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمیشنران له خپلو دندو ګوښه شوي ول او پر ځای یې نوي کسان ټاکل شوې ول چې په دې کمیسیونونو کې د پراخو درغلو او له ځواک څخه ناوړه ګټه اخیستلو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په دسمبر میاشت کې بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د ټولو رایو د ابطال اعلان کړی وو، خو دغه پریکړه بیا د عمل په ډګر کې عملي نه شوه.
(ms/dpa (dpa