د کابل بانک بنسټ ایښودونکی شیرخان فرنود ومړ
۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعهفرنود د کابل بانک خصوصي بانک، یو له اصلي سهمدارانو څخه وو چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۴مه) د خپل حبس د تیرولو پر مهال په بګرام زندان کې مړ شو. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید، دویچه ویله ته وویل: «شیرخان فرنود په بګرام زندان کې وو او نن [د جمعې ورځ] د سهار په ۰۹:۰۵ بجو د زړه د حملې له کبله په بګرام کلینیک کې ومړ.»
فرنود په ۲۰۱۳ کال کې د سلهاو میلیونه ډالرو د اختلاس په قضیه کې مجرم وپیژندل شو او پنځه کاله زندان ورته ورکړل شو خو کله چې د کابل بانک دوسیه بیا پرانیستل شوه نو د فرنود حبس لسو کلونو ته لوړ شو.
کابل بانک د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک وو او په ۲۰۰۰مه لسیزه کې یې له یوه میلیون څخه ډیر مشترکین لرل. دغه بانک په ۲۰۱۰ کال کې هغه وخت ډیوالي شو چې له مالي ذخیرې څخه ۸۶۱ میلیونه ډالر د تقلبي پورونو په توګه د دې بانک د ريیسانو او سهمدارانو خپلوانو ته ورکړل شوي ول.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (18.06.2018):