1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځو په پرتله نارینه مهاجر ډیر ژر یو کار پیدا کولای سي»

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

د «بیلد ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د دغه هیواد د کار د ادارې له خوا وړاندی سوو احصایو په اساس خپل تازه رپوټ کی لیکلي چی نارینه مهاجر د ښځینه مهاجرو په پرتله په ښکاره ډول په آسانۍ سره کار پیدا کولای سي.

https://p.dw.com/p/3JA3X
Deutschland Frankfurt - Ausbildung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د چارواکو په حواله له هغو ۱۱۸ زرو  بیکاره مهاجرو  نارینه وو څخه ۷،۷ سلنه یی په روان کال کې د دې امکان درلود چی یو کار پیدا کړي چی دا د ۲۰۱۷ کال د اپریل میاشتی په پرتله دوه برابره دی. په دې ډول نو د هغوی د کار پیدا کولو چانس تقریباً دومره لوړ دی لکه آلماني نارینه. د آلمانانو چانس ۸،۴ فیصده دی.

د بلی خوا بیا د کار په لټه کی ښځینه مهاجرو شمیر چی  ۱۱ زرو ته رسیږي ، ۱،۴ سلنه یی په اپریل میاشت کی د کار چانس تر لاسه کړی. چی دا د تیرو دوو کلونو په پرتله صفر اشاریه شپږ سلنه زیاتولی ښیی خو د آلمانۍ ښځو په پرتله بیا په ښکاره ډول کموالی ښيی، يعنی د هغوی چانس۸،۱ فیصده دی.

Deutschland | Integration und Arbeitsmarktbeteiligung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/J.-U. Koch

د آلمان د کار د بازار او دندو پیدا کولو په اړه د انستیتوت پلټنی، دا دلیل راوړی چی مهاجری ښځي په تیره بیا چی کوچنیان ولري او آلماني ژبه یی سمه زده نه وی نو د ژبو کورسو ته نه سي تلای،  دا ځکه چی په وړکتون کی د هغوی د کوچنیانو پالنه نه کیږي.

د خارجیانو د مدغم کیدو له پاره د آلمان د حکومت استازې، انیته ویدمن ماوڅ نوموړي ورځپاڼي ته ویلی: «هغه ښځي چی کوچني ماشومان لري، د کار یا کورس په اړه مشوره کولو پر وخت لا د هغوی مخنیوی کیږي. دا ځکه هغوی په هغه لست کی نه شاملیږی چی د کار په بازار کی دي، ډیر چانس ولري.

 د نوموړې سیاستوالي په خبره، له همدې کبله باید اوس د مدغم کیدو په مقرراتو کی ښه والی رامنځته سي. ماوڅ د سه شنبه په ورځ غواړی په دې برخه کی د ټاکلو ګامونو د پورته کولو په هکله، د جرمنی د کار له وزیر، هوبیرتوس هایل سره سلامشوری وکړي.

G.P/B.S/AG