1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژوو او نباتاتو يو ميليونه ډوله د له منځه تلو سره مخامخ دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

ملګري ملتونه په يوه رپوټ کي خبرداري ورکوي چي د چاپيريالي نظام په ساتنه کي پاته راتلل به انسانانو او طبيعت ته ناوړه عواقب له ځانه سره ولري.

https://p.dw.com/p/3I4GH
Sundarbans Honey Collection Bildergalerie
انځور: DW/M.M. Rahman

د کارپوهانو په نظر په طبيعت کي د ژونديو موجوداتو او نباتاتو په ميليونو ډولونه چي هوا، اوبه او مځکه اداره کوي او زموږ ژوند ورسره تړلی دی،  د انسانانو د لاس وهني له امله له سخت ګواښ سره مخامخ دي.

په ملګرو ملتونو کي د بيولوژيکي تنوع د برخي مسئول رابرت واتسن  تيره اوونۍ په پاريس کي د يوه کنفرانس په ترڅ کي وويل: «په دې ډول دا کار د اقليم د بدلون په شان موږ انسانانو ته هم سخت خطر پيښوي. د بيولوژيکي تنوع دوامداره له لاسه ورکول به د لوږي پرضد مبارزه کي زموږ پر توان باندي اغيزه وکړي او خوراکي موادو، اوبو او د انسانانو روغتيا په اړه ټاکل سوي هدفونه چي په اصطلاح هيڅوک به له پامه ونه غورځول سي، له خاورو سره برابر کړي.»

د نوموړي رپوټ په جوړولو کي چي په خپل ډول له ۲۰۰۵م کال راهيسي لومړنی رپوټ دی، څه د پاسه ۴۰۰ کارپوهانو برخه اخيستې ده.

په هغه کي د متنوع ژوو د په ډله ايزه توگه له منځه تللو او د چاپيريال د ويجاړولو له امله بشريت ته له ناوړو عواقبو څخه خبرداری ورکړل سوی دی.

د رپوټ په حواله په وروستيو۵۰ کلونو کي په ژونديو موجوداتو، مځکي او سمندرونو کي بدلون، له حياتي ژوو څخه ناوړه استفاده، د اقليم بدلون او د چاپيريال ککړتيا طبيعت ته سخت زيان رسولی دی.

له همدې کبله په پاريس کي له ۱۳۰هيوادونو څخه راغلي استازي يو ځای سوي، تر څو سياسي حل ورته پيدا کړي.

حياتي تنوع ولي مهمه ده

حياتي يا بيولوژيکي تنوع د سيارې د ژوندانه رنګارنګي او پريماني ښيي. په هغو کي يوازي هغه نباتات يا ژوی نه شامليږي چي موږ يي په سترګو وينو، بلکي له هغه څخه مقصد،  له کوچنيو موجوداتو، باکترياوو، نباتاتو او ژوو څخه نيولې بيا تر چاپيريالي نظام لکه حاره يي ځنګلونه او په آستراليا کي تر اوبو لاندي ژوو پوري.

Brasilien Rodungen im Tropischen Regenwald
انځور: picture-alliance/Balance/Photoshot

په داسي حال کي چي په نړۍ کي د هغو يو اشاريه ۵ ميليونه په شاوخوا کي ډولونه سته، خو کارپوهان بيا اټکل کوي چي د هغوی اصلي شمير لسو ميليونو او يا حتي تر دوو ميلياردو پوري رسيدای سي. زياتره موجودات دومره کوچني وي چي يوازي د DNA يا ژنيتيکي کوډ د ازموينې په نتيجه کي پيژندل کيدای سي. همدارنګه طبي بوټي او د ونو هغه ريښې هم مهمي دي چي د ساحلونو ساتنه کوي.

حياتي تنوع ولي انسانان ګواښي

که خبره يوازي پر حياتي تنوع وي، نو انسانان د هغو په بدلون کي يوازي صفر اشاريه صفرـ يو سلنه لاس لري. خو په عمومي صورت کي بيا ډير شيان پکښي شامليدای سي، لکه د ځنګلونو له منځه وړل، د سمندرونو ککړوالی، له اوبو څخه د بې اندازي کبانو نيول، د حشراتو وژل او له طبيعت څخه داسي ګټه اخيستل چي د منابعو د تر لاسه کولو له پاره هغه ته تاوان ورسيږي.

د رپوټ په حواله اوس په نړۍ کي، د مځکي يو پر دريمه برخه او تقريباً د خوږو اوبو د منابعو ۷۵ سلنه د نباتي او حيواني توليد له پاره کارول کيږي.

وچي سوي مځکي نه يوازي دا چي نور د کرلو وړ نه وي، بلکي د اوبو د زيرمه کولو توان هم نه لري چي دا کار د انسانانو له پاره د اوبو د کمښت او سيلابونو د رامنځته کيدو سبب ګرځي.

د اقليم د بدلون په نتيجه کي به پر طبيعت باندي د انسانانو اغيزه لا پسي ګړندۍ سي چي په نتيجه کي به بيا هم چاپيريالي نظام ته تاوان ورسيږي د مثال په ډول د ځنګلونو له منځه تلل او داسي نور.

verschiedene Pilze und Flechten am Waldboden
انځور: picture-alliance

څنګه کولاي سو د دې کار مخنيوی وکړو

په داسي حال کي چي په دغه رپوټ کي راغلي ځيني ستونزي، له لسيزو راهيسي موجودي دي، خو کارپوهان بيا هم نه سوي کولای خلک په دې برخه کي بېړي کولو ته وهڅوي.

په ۲۰۱۰م کال کي ملګرو ملتو غوښتنه وکړه چي د حياتي تنوع له کميدو څخه دي مخنيوي وسي. خو د اوسني رپوټ په حواله د هغه وخت له شلو اهدافو څخه يوازي يو څو يي عملي سوي چي په هغو کي د سمندري سيمو ساتل او د ځينو حياتي ژوو ساتلو ته لومړيتوب ورکول سوی. خو په نورو برخو کي متوسط او يا هم ډير کم پرمختګ راغلی دی.

خو د رپوټ په حواله متمرکزه او عاجله هڅه کيداي سي طبيعت وژغوري او يو وار بيا د ګتي اخيستني وړ وګرځي. د ډيريو طبيعت ساتونکو تمرکز د لويو ژوو پر ساتلو دی.

د کارپوهانو په حواله که د رپوټ د ډيرو وړانديزونو حل د سياستوالو پر غاړه دی، خو مستهلکين بايد هم د مثال په ډول د غوايي د غوښو او يا هغو کبانو د غوښي له خوړولو څخه ډډه وکړي چي په ثابتو اوبو کي ژوند کوي.

د واتسن په خبره په رپوټ کي موږ ته د دې لارښوونه هم کيږي چي «اوس لا هم ناوخته نه دی چي په دې برخه کي يو څه حرکت راولو او هغه هم په دې صورت کي چي موږ په سيمه ايزه او نړيواله سطحه اقدام وکړو.»

P.G/N.Z/Ajit Niranjan