1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بالکان کې د تم شوو مهاجرو په اړه انديښنې

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

د افغانانو په ګډون په لسونو زره مهاجر چې د بالکان سيمې هيوادونو کې بند پاته دي د ژمي په سړې هوا کې شپې ورځې تيروي. دوی په داسې کمپونو کې اچول شوي چې د تودوخې او نور امکانات نه لري.

https://p.dw.com/p/38SpT
Serbien gestrandete Migranten leben in verlassenen Gebäuden in Belgrad
د سربیا په يوه کمپ کې افغان مهاجر - انځور له آرشف څخهانځور: Marko Drobnjakovic/MSF

د خلکو له ګڼې ګوڼې، کثافاتو او له شکيدلو پردو څخه ډک کمپونه. په دغو کمپونو کې د کمپونو له اصلي وړتيا څخه ډير کسان ژوند کوي. د کمپ اوسيدونکي يوازې د لاس مينځلو ځای ته د تلو له پاره هم بايد په نوبت کې ودريږي. د يونان په لسبوس ټاپو کې د موريا کمپ، د يوناني ادارو له پاره د دغه کمپ مهاجرو ته د نه رسيدګۍ په خاطر د بې کفايتۍ پر يوه سمبول اوښتی دی. 

اوسمهال په يونان کې ۷۴ زره مهاجر ژوند کوي. له دغې ډلې څخه ۴۲ زره يې سږکال دغه هيواد ته رسيدلي دي. له دغو مهاجرو څخه ځينې يې په دې بريالي کيږي چې ځانونه د شمالي اروپا هيوادونو ته ورسوي. دوي په لومړي سر کې د بوسنيا په څیر هيوادونو ته چې د دوی له پاره د ترانزيتي هيوادونو حيثیت لري، ځانونه رسوي. دوی هلته تر موقتي تم کيدو وروسته د دې په لټه کې وي تر څو ځانونه د اروپا بډايه هيوادونو ته ورسوي. خو ډيری مهاجر په دا شان سيمو کې بند پاتې کيږي او نور د مخته تلو امکانات ورته په لاس نه ورځي. 

همدا څو ورځې مخکې د دغو مهاجرو يوې ډلې، د بوسنيا او کرواسيا په سرحد کې لويه لار وتړله او بيا يې د پوليسو له خوا پر جوړو شوو موانعو حملې وکړي. له دغې پيښې داسې وانګيرل شول چې ګواکې پر اساس به يې د کرواسيا سرحد د مهاجرو پر مخ خلاص شي. دغه بې اساسه آوازه د دې سبب شوه چې ډير مهاجر ځانونه ياد سرحد ته ورسوي. د بوسنيا سرحدي پوليسو هغه مهاجر چې دغه هيواد ته داخليدل، په تاوتريخوالو بيرته د بوسنيا پر لور شړل. په دې بهیر کې تر اوسه ۱۲ مهاجر چې د کرواسيا خاورې ته يې د داخليدو هڅې کړې وې، وژل شوي دي. يو شمير نور له سيند څخه د تيريدو پر وخت مړه شوي دي.

Serbien Kelebija Fotoreportage Diego Cupolo an ungarischer Grenze
ويل شوي چې د سربيا په کمپونو کې له وړتيا څو برابره ډير مهاجر اچول شوي ديانځور: DW/D. Cupolo

ځايي خلک له مهاجرو ناراضه دي

په دې ورستيو کې د بوسنيا پر سرحد اغزن سیم هم غځول شوی دی. پوليس هغو پناه غوښتونکو ته چې له سارايوو څخه د بوسنيا «اونا سانا» کانتون ته رسيږي، له بسونو او اورګاډو څخه د ښکته کيدو اجازه نه ورکوي. پوليس داسې استدلال کوي چې په دغو کمپونو کې له اصلي وړتيا څخه څو برابره ډیر مهاجر اوسيږي. خو دا يوازينی دليل نه دی. بل دليل دا دی چې د سيمې اوسيدونکي هم د مهاجرو له شتونه ناخوښ دي. په بيهاچ ښار کې خلک د بسونو اډې ته ورغلل او هغه يې وتړله تر څو ېې د پناه غوښتونکو د راتلو مخه نيولي وي.

په بوسنيا هرزګوينا کې همدا اوس د ۴۵ او ۶۰ زرو تر منځ مهاجر ژوند کوي. هلته د ژمي موسم په رانژدې کيدو سره څلور نوي کمپونه هم جوړ شوي چې ۹۶۰ تنه تازه رسيدلي مهاجرو ته په کې ځای ورکړل شوی دی. له دوی څخه يوه دريمه برخه يې له پاکستان، ۱۶ سلنه له ايران، ۱۲ سلنه له سوريې، ۱۲ سلنه د افغانستان او نهه سلنه يې له عراق څخه راغلي دي. له دغو مهاجرو څخه اکثرو يې څو کاله د يونان په کمپونو کې تير کړی دی. دوی اوس له صبر کولو سره عادت شوي او د لاسه ورکولو له پاره څه نه لري.

د ايرانيانو له پاره آزادي او ويزې

سربستان په ۲۰۱۷م کال کې ايرانيانو ته د ويزې له لارې د ورتلو اجازه ورکړه. په دې کار سره يو شمير ايرانيانو د بلګراد پر لور پروازونه وکړل. خو دوی په داسې حال کې چې يوازې د سياحتي حضور حق يې درلود، له سربستان څخه بوسنيا هرزګوينا په لور لاړل تر څو يې ځانونه مرکزي اروپا ته رسولي وي.

Serbien Kelebija Fotoreportage Diego Cupolo an ungarischer Grenze
د مهاجرو په داسې هستوګنځايونو کې چې د تودوښې خدمات نه لري ژوند کويانځور: DW/D. Cupolo

په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعي توګه ۲۱ زره پناه غوښتونکي بوسنيا هرزګوينا ته داخل شوي چې تر ټولو ډیره برخه يې د سربستان له لارې تللي دي.

البانيا او فرونټکس

په کرواسيا کې د مهاجرو وضعيت داسې دی چې فضا يې د بهرنيانو ضد تبليغاتو ته اماده کړې ده. د کرواسيا ولسشمرې کوليندا ګرابار- کيتاروويچ د ملګرو ملتونو د هغې طرحې پر وړاندې درېدلې چې وايي مهاجر دې د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو باندې وويشل شي. اتريش او هنګري هم نه غواړي دغه قرارداد لاسليک کړي. سلوانيا به هم دغه کار ونه کړي.

خو بوسنيا هرزګوينا او البانيا دغه طرحه منلې ده. البانيا سربيره پر دې، په اکتوبر مياشت کې د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتونکي آژانس «فرونټکس» سره يو بل قرارداد هم لاسليک کړ. دغه قرارداد، فرونټکس ته په دغه هيواد کې د مهاجرو په اړه د تحقيقاتو د ادامې اجازه ورکوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: