1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډوبو شویو پناه غوښتونکو ټکان ورکونکی انځور

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

یوه کوچني ماشوم او پلار یې له مکسیکو څخه د تیښتې په مسیر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. دوی د ریوګرانده په سرحدي سیمه کې ډوب شوي دي. دا کیدای شي د مهاجرو په هکله د شمالي امریکا د سخت دریځه سیاست پر یادګاري انځور بدل شي.

https://p.dw.com/p/3LACJ
Mexico US Border Migrant Deaths
انځور: picture alliance/AP Photo

په دې انځور کې د السلوادور هیواد یوه ۲۵ کلن تبع او د هغې دوه کلنه لور لیدل کیږي. دوی دواړه له امریکا سره د مکسیکو د سرحدي رود «ریوګرانده» په اوبو کې په پړ مخ پراته حالت کې لیدل کیږي.

د دوی مړي د دوشنبې په ورځ د مکسیکو د تامائولیپاس ایالت په ماتاموروس ښار کې وموندل شول. د هغو اسنادو په حواله چې د مکسیکو محکمې د دوشنبې په ورځ خپاره کړي دي اسکار او میرمنې یي تانیا، د یکشنبې په ورځ پریکړه کړې وه چې د سرحدي رود «ریوګرانده» له خطرناکې لارې ځانونه امریکا متحده ایالاتو ته ورسوي.

په دې توګه نو اسکار هڅه کوي خپله دوه کلنه لور والري، له ځان سره له رودخانې پورې غاړې ته ولیږدوي. هغه خپله لور خپل «ټي شرټ» پورې کلکه تړلې وه چې په ښه توګه ترې ساتنه وکړي، خو د اوبو تیزو څپو دوی له ځان سره یوړل. اسکار او لور یي د خپلې ۲۱ کلنې ښځې د سترګو پر وړاندې په اوبو کې ډوب شول.

په پيل کې د مکسیکو «La Jornada» ورځپاڼې دغه انځور خپور کړ. نوموړۍ ورځپاڼې د وژل شوي سړي د ښځې په حواله لیکلي دي چې هغه په لومړي سر کې خپله کوچنۍ لور له رود څخه پورې ایستله او بیرته د مکسیکو په طرف ستون شو، څو خپله ښځه هم پورې باسي.

په دې وخت کې لور یي د خپل پلار پسې بیرته اوبو ته ښکته شوې ده. پلار یې وتوانید بیرته ځان خپلې لور ته ورسوي، خو د ستنیدو پر مهال د اوبو تیزې څپې د دې سبب شوې چې دواړه له ځان سره یوسي. ژغورونکې عمله وروسته له څو ساعتونو کوښښ څخه وتوانیدله د دوشنبې په ورځ د پيښې له ځای څخه شاوخوا ۵۰۰ متره لیري د دوی جسدونه پیدا کړي. 

د اسکار د مور په خبره دغه کوچنۍ کورنۍ د اپریل په دریمه نیټه له السلوادور څخه روانه شوې وه. وروسته دوی دوه میاشتې د مکسیکو او ګواتیمالا په سرحد تاپاچولا سیمه کې تیرې کړې وې. دوی هیله لرله چې یو ښه ژوند ته لاسرسی پيدا کړي او د یوه کور د جوړولو له پاره پيسې راټولې کړي.

دې انځور د یوه درې کلن سوریایي ماشوم د عکس خاطرې را ژوندۍ کړې چې د ۲۰۱۵م کال د دوبي په وروستیو کې یي مړی د ترکيي په ساحل کې موندل شوی وو.

sn/mj (dpa, afp, kna, ap)