1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین لوړې تقاضا د خرو نسل ولې له ګواښ سره مخ کړی؟

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

په چين کې د خره له پوستکې څخه داسې دودیز درمل جوړيږي چې د خلکو ترمنځ یې شهرت موندلی. د چين له يو میليارد څخه ډير نفوس او د دغه درمل لوړې تقاضا ته په کتو سره ښایي دغه څه د نړۍ په سطحه د خرو نسل له ګواښ سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/3TWfN
Esel Farm und Museum in Montenegro
انځور: DW/R. Kračković

د یوه تازه رپوټ له مخې اوس مهال چين ته له ټولې نړۍ څخه د خرو د پوستکو صادرات ترسره کيږي. دغه تجارت ته په کتو ښایي په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ د ټولو خرو نيمايي برخه له منځه تللي وي. د رپوټ په وینا د کلنۍ محاسبې له مخې په چين کې هر کال د درملو د توليد په صنعت کې د پنځو ميليونو خرو له پوستکو څخه کار اخیستل کيږي.

د خرو د نسل پر وړاندې د موجوده خطر په اړه دغه ځانګړی رپوټ د Donkey Sanctuary يا د خرو د حفاظت په نوم يوه بريتانوي سازمان چمتو کړی دی. د دغه سازمان اجرائيوي مشر مايک بيکرني د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۱مه) د رپوټ په خپرولو، سره په چين کې د خره له پوستکي څخه استفاده د نه منلو وړ یوه اقدام په توګه ياد کړی دی.

په اصل کې د خره په پوستکي کې له شته جلاتين مادې څخه کار اخيستل کيږي. له دغې مادي څخه جوړ درمل د «ايجیاو» په نوم دی. ايجیاو، د کريم يا جيل په ډول درمل دي چې اوس مهال يې په چين کې استعمال په ډيره پراخه توګه دود شوی دی.

له ايجیاو څخه د زکام او ريزش ناروغيو څخه نيولې د مخ د ګونځو يا په جلد کې د عمر د ډيروالي د اثراتو د رامنځ ته کيدو په کمولو کې کار اخيستل کيږي. ځايی معالجان دغه درمل له حده ډير ګټور توصيفوي او د مختلفو ناروغيو پر وړاندې يې د استعمال سپارښتنه کوي.

Italien | Esel auf Bergwiese im Trentino
په چين کې له ۱۹۹۲م کاله راهيسې د خرو په شمير کې ۷۶ سلنه کموالی رامنځ ته شوی دیانځور: Imago Images/CHROMORANGE/H. Eder

په چين کې له ۱۹۹۲م کاله راهيسې د خرو په شمير کې ۷۶ سلنه کموالی رامنځ ته شوی دی. له همدې امله په چين کې خرو ته د هغه یوه حیوان په سترګه کتل کیږي چې نسل یې مخ په ورکیدو دی. چينايي سوداګر د درملو د توليد له پاره د خرو پوستکي له آسيايي، افريقايي او د لاتينې امريکا هيوادونو څخه واردوي. په ورستيو کلونو کې په چين کې د خرو د پوستکو تجارت، پر يو ګټور کاروبار باندې اوښتی دی.

له پاکستانه چین ته د خرو د پوستونو د لېږد ناکامه هڅه

د خرو د حفاظت نومې سازمان په حواله، اوس مهال په ټوله نړۍ کې د دغه حیوان شمير نژدې ۴۵.۸ ميليونه دی. خو په چين کې چې د خرو د پوستکي کوم تود تجارت روان دی، د دې ډير امکان شته چې دغه شمير دې راتلونکو پنځو کلونو کې نيمايي ته راښکته شي.

د دغه رپوټ پر اساس، په اوسني وخت کې سربيره پر دې چې په چين کې د ايجیاو پر استعمال باندې کوم کنترول نه شته، د خرو د پوستکو پر وارداتو باندې هم هيڅ ډول بنديز شتون نه لري.

Ein Esel mit Wahlmaterial in einer Provinz in Afghanistan
اوس مهال په نړۍ کې روغ خره ډير لږ دي او اکثره یې پر يو ډول ناروغي لريانځور: REUTERS/M. Ismail

د څيړونکو په حواله، دغه کار و بار د دې لامل شوی چې خره د هغوی د پوستکو د ترلاسه کولو په موخه په ډيره ظالمانه توګه له منځه  یوړل شي. څيړونکي دا هم وايي چې ډيری وخت خره يوازې د هغو د پوستکو له پاره وژل کيږي چې د هغو تر پوستولو وروسته د بدن پاتې شونې يې پر ميدان پريښودل کيږي چې دا په سيمه کې د بدبوی او په ټوله کې د چاپيريال د ککړتیا سبب هم ګرځي.

په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې ځينې وخت د ناروغه خرو له پوستکو څخه هم د ايجیاو درملو په جوړيدو کې کار اخيستل کيږي چې په دې صورت کې کيدای شي د دغه درمل استعمال د صحت له پاره زيان ولري. دا په داسې حال کې ده چې د دغه بريتانوي سازمان د رپوټ په حواله اوس مهال په نړۍ کې روغ خره ډير لږ دي او اکثره یې پر يو ډول ناروغي لري.