1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین فضایي بیړۍ د سپوږمۍ تیارې برخې ته رسیدلې

۱۳۹۷ دی ۱۳, پنجشنبه

د چین د معلوماتو له مخې یو ستونزمن مانور یي په لومړۍ هڅه کې په بریالۍ توګه تر سره کړی دی. یوه فضایي بیړۍ چې د سپوږمۍ تیارې برخې ته رسیدلې او په پام کې ده چې هلته چاپیریال وارزوي.

https://p.dw.com/p/3Axko
Mondsonde "Chang'e-4"
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/J. Liwang

دا د چین له پاره یو تاریخي بریا ده، له دې سره سره چې چين تازه د هغو هیوادونو له ډلې سره یو ځای شوی دی چې فضایي څیړنې کوي. د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا او سي سي ټي وي، تلویزون د معلوماتو له مخې د «چنګ ۴» په نوم فضایي بیړۍ چې د دسمبر میاشتې پر اتمه نیټه یي خپل پرواز پیل کړی وو، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې پر دریمه نیټه د سهار پر درو بجو او ۲۶ دقیقو د سپوږمۍ سویلي قطب ایتکن، کې کښته شوې ده.

په دې ترتیب چین لومړنی هیواد دی چې فضایي بیړۍ یي د سپوږمۍ بل اړخه ته چې د ځمکې له خوا نه لیدل کیږي، کښته شوې ده.

په بریالي ډول د چنګ ۴، تر کښته کیدو وروسته اوس په پام کې ده چې یو اتوماتیک روبوت موټر د فضاي بیړۍ د کښته کیدو د شا او خوا سیمې په هکله څیړنې پیل کړي. له دې کبله دغه روبوت د پراخې ساحې د دید په یوه کمره او همداشان د اندازه کولو په بیلا بیلو دستګاوو سمبال دی.

په فضا کې د سبزیجاتو کرهڼه

پر نورو سربیره د دغه روبات په واسطه په ټییټو فریکونسیو کې ازموینې شاملې دي. پرته له اتموسفیر او نورو اخلالونکو عواملو، فضا نوردان کولای شي په بشپړه چپتیا کې ښه سیګنالونه په لاس راوړي او هیله من دي چې (د خپلو فضایي تحقیقاتو) په ترڅ کې د نورو ستورو د رامنځ ته کیدو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

چینایي کارپوهانو، تر دې دمخه خپل دغه ماموریت ډیر پیچلی او ستونزمن یاد کړی وو. تر ټولو لویه ستونزه چې یادیده له ځمکې سره د دغه فضاي بیړۍ اړیکه ټینګول وو، ځکه چې د سپوږمۍ له شاتنۍ برخه څخه مستقیم مخابراتي ارتباط نه شي ټینګیدای. له دې کبله چینایانو لا تر مخه په می میاشت کې د «کیکیاو» په نوم سپوږمکۍ یا سټلایټ په ځانګړي موقعیت کې ځای پر ځای کړ، څو له دې لارې د سپوږمۍ له تورتمې برخې سینګالونه تر لاسه کړي.

پر دې سربیره چنګ۴، بیړۍ کې د سبزیجاتو تخمونه هم لیږدول شوي دي. په پام کې ده چې دا وازمویل شي چې آیا په یوه تړلې فضا او د سپوږمۍ پرمخ د ځمکې د ټیټې جاذبې قوت په موجودیت کې د سبزیجاتو کرهڼه ممکنه ده او که نه.

چین په پام کې لري چې په ۲۰۱۹م کال کې یوه بیله بې پیلوټه بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي څو د تیږو او خاورې نمونې ځمکې ته راوړي. په پام کې ده چې په ۲۰۳۰م کال کې د لومړي ځل له پاره یو چینیايي فضانورد پر سپوږمۍ پل کښیږدي.

زموږ له آرشیف څخه: