1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین او اروپايي ټولني سره د امریکا تجارتي جنگ پیل سو

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

د پر تقریبأ ۵۰ ملیارډو ډالرو په حجم محصولاتو باندي د گمرکي جزايی تدابیرو خبره مطرح ده. اقتصادپوهان د یوه تجارتي جنگ د پیل خبره کوي، چي د جرمني پر اقتصاد باندي هم منفي اثر کولای سي.

https://p.dw.com/p/2zgHs
USA China - Handel - Kontainer
انځور: picture alliance/dpa/W. Hong

پر نورو هيوادونو باندي د گمرکي جزايی تدابیرو وضع کیدل د جمهوررييس دونالد ترمپ د عمده مسایلو څخه یوه ده. هغه حتی د انتخاباتي مبارزې پرمهال لا وعده ورکړې وه ،چي چین ته په دې ډول سره جزأ ورکړي. اوس نو دغه ډول تهدیدونه د یوه بل قدم په اخیستلو سره واقعیت پیدا کوي: معنی داچي د چین څخه به د ۵۰ ملیارډو ډالرو په ارزښت مالونو باندي ۲۵ فیصده گمرکي جزايی تدابیر وضع سي. ددې دمخه ترمپ پر فولادو او المونیمو باندي هم گمرکي جزايی تدابیر وضع کړي وه، چي نه یوازي چین، بلکي نور هيوادونه لکه کاناډا، مکسیکو او د اروپا اتحادیه هم ورسره مخامخ ده. خو د سپیني ماڼۍ په خبرپاڼه کي دا په اول سرکي معلومه نه وه، چي څه وخت به واقعأ گمرکي محصولات لوړيږي. د امريکا دمتحده ايالاتو تجارتي نماینده روبرت لایت هېڅر بیا وروسته اعلان وکړ، چه دغه تدابیر به د جولای پر ۶ باندي وضع سي.

د بلي خوا بیا چین د گمرکي جزايی تدابیرو تر وضع کیدلو دمخه لا اعلان کړی ؤ، چي سمدستي به دهغه په مقابل کي عکس العمل وښيي او دا کار یې هم وکړ: د چین د تجارت وزارت اعلان وکړ، چي « چین اماده ندی، یو تجارتي جنگ پرمخ بوزي، خو چینايي طرف بل هیڅ انتخاب نلري.»  دوزارت په اعلامیه کي همدارنگه راغلي دي، چي د امريکا دمتحده ايالاتو دغه تنگ نظرانه رفتار دواړو خواوو ته تاوان رسوي.

خبري آژانس شین هوا د چین ددولتي شورأ په حواله لیکلي دي، چي د جولای د ۶ نیټې څخه به بیا چین هم پر امریکا باندي د ۵۰ ملیارډو ډالرو په حجم  ۲۵ فیصده گمرکي جزايی تدابیر وضع کړي. په هغه کي به مجموعأ ۶۵۹ تجارتي قلمونه شامل وي، د هغې جملې څخه زراعتي محصولات او موټران.

دترمپ په نظر، دئ غواړي ددغوگمرکي جزايی تدابیرو په وضع کولو سره د چین د غیرعادلانه تجارتي معاملې سره مبارزه وکړي. عملأ د پیکینگ حکومت خارجي شرکتونو ته دا سختوي، چي ددغه هیواد په اقتصادي برانچ کي پښه کښیږدي. حکومت د «میډن چینا ۲۰۲۵» ستراتیژي تعقیبوي. ددغي سترتیژۍ هدف دادی، چي د چین دبين المللي حریفانو په مقابل کي خپلو شرکتونو ته په مهمو صنعتي برخو کي ښه اینده جوړه او پر پښو یې ودروي. ځکه نو د ترمپ د گمرکي جزايی تدابیرو په لست کي ترټولو دمخه چینايي پرمختللي تکنالوژي اقلام هم شامل دي.

USA China - Außenministertreffen - Wang Yi und Mike Pompeo
انځور: Getty Images/L. Zhang

ترمپ پر دغه لست باندي وړمه ورځ(پنجشنبه د جون ۱۴ نیټه)، د نورو ترڅنگ د مالیې د وزیرسټیون ایم نوشین، د تجارت د وزیر ویلبر روس  او خپل تجارتي نماینده روبرت لایت هېڅر  سره فیصله وکړه. په دې ډول سره نو معلومیږي، چي ترمپ خپل ډیر نژدې او بانفوذه مشاورین په خپل دغه تجارتي جنگ کي د ځانه سره لري.

خو نور کسان د هغې جملې څخه د شخصي بانک زافرا ساراسین دولسي اقتصاد آمر کارسټن جونیو وايي:« زه دونه ویلای سم، چي موږ اوس مستقیمأ په یوه تجارتي جنگ کي قرار لرو. دا نور فقط یوڅو فیرونه نه دي ، چي تر سره کیږي ،بلکه د مقابل طرف څخه هم هغه راځي: د هغه په مقابل کي به بیا بیرته جزايي تدابیر وضع کیږي. دا نو یوخوندور انکشاف نه دی.»

دا کار د اروپا او جرمني دپاره هم خوندور ندی. د همدې جون میاشتي د شروع څخه د امریکا پر گمرکونو کي د اروپا څخه پر المونیو او فولادو باندي لوړ گمرکي محصولات وضع کیږي. البته بروکسل یې هم پر ضد متقابل تدابیر فیصله کړي دي، چي امکان لري، د جولای د شروع څخه نافذ سي. 

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:( 07.08.2017 )