1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چټکو اخراجونو له پاره د یوه قانون اعلان

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د اخراجونو د لا چټکوالي او اغیزمنتوب له پاره د یوه نوې قانون له طرحې څخه خبر ورکړ او وې ویل چې دا د بیرته ستنیدو په وړاندې د خنډونو کمول د امنیت د تأمین او مهاجرت د مدیریت د ښه والي په گټه دي.

https://p.dw.com/p/5DLJh
برلین:د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې
دوبرینت وايي چې دا زموږ د هیواد او ټولنې د امنیت په گټه دی چې مجرمین خپلو اصلي ټاټوبو ته واستووانځور: Neele Janssen/photothek.de/picture alliance

د مسیحي سوسیال گوند  CSU دغه سیاستوال د سې شنبې په ورځ په برلین کې اعلان وکړ: «موږ د بیرته ستنیدو په برخه کې د موثریت لوړولو له پاره قانون جوړو، ترڅو وکولای سو په دایمي ډول د دوی ډېر په دايمي ډول خپلو هيوادونو ته ستانه کړو.»

اوس چي په سرحدونو کې زیات شمیر خلک جوابيږي، د بیرته ستنیدو شمیر په دې وروستیو کې پر خپل حال پاته دی. دوبرينت زياته کړه چي د نوموړي قانون هدف دا دی چي: «په ساده ډول  د بیرته ستنیدو پر وړاندي خنډونه را کم کړای سي.» هغه وويل، دا د هرچا په ګټه ده چي وکولای سو د بیرته ستنیدو په برخه کې پیاوړي سو. «د دې کار پر بنسټ، موږ باید په دوامداره توگه د اصلاح کولو اقدامات پلي کړو.»


دوبرینت ټینگار وکړ: «دا په سادگۍ سره زموږ د هیواد او ټولنې د امنیت په گټه دی چې موږ مجرمین خپلو اصلي ټاټوبو ته واستوو ، حتی که هغه افغانستان او یا هم سوریه وي." دغې لارې ته به په دوامداره توگه ادامه ورکړل سي. خو له جنايی دوسیو پرته به د مجردو نارینه وو له پاره هم اخراجونه رامنځته سي. دوبرینت ددې کار له پاره کومه نیټه مشخصه نه کړه.

اړونده موضوع: آیا اروپا د افغانانو په اخراجولو سره طالبانو ته مشروعيت ورکوي؟

دوبرینت د خپلې کاري دورې له شاوخوا یو کال وروسته، د مهاجرت د هغې پالیسۍ په هکله چې تراوسه عملي سوې ده ، یوه مثبت بیلانس وړاندي کوي. د هغه په خبره غیرقانوني مهاجرت د تیرکال په پرتله ۷۰ سلنه راکم سوی دی، خو دا یوه واحد اقدام ته نسبت نه ورکول کیږي: «د مهاجرت د پالیسۍ د بیا تنظیمولو له پاره هیڅ کوم سویچ نسته چې هغه دي بدل کړای سي.»  بلکې دا کار د هغو اقداماتو د یوې بستې نتیجه وه چې پکښي په سرحد کې د ۳۴ زرو کسانو ردول، د ۱۴۰۰ قاچاقچیانو نیول کیدل او د نیولو کیدو د ۸۰۰۰ حکمونو پلي کول شاملیږي. 

اړونده موضوع: له آلمانه څرنګه اخراج ترسره کيږي؟

دوبرینت همدارنگه اروپايي کچې ته هم اشاره وکړه. د اروپا د مهاجرت نوی تړون چې د تیر کال په پای کې ورباندې موافقه وسوه، د هغه څه یوه کتنه ده چې نور څه باید ترلاسه سي. په هغه کې د بهرنۍ پولې د ساتنې پیاوړي کول او آلمان ته له گاونډیو هیوادونو څخه د دوهمې درجې مهاجرت د مخنیوي له پاره د دوبلین د سیسټم بیا رامنځته کول شامل وو. ټاکل سوې ده چې دغه سیسټم به په جون میاشت کې فعال سي. د هغه د بریالیتوب په صورت کې به د آلمان په سرحدونو کې کنټرولونه هم بند سي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.