1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين ولسمشر غواړي یو نوی پړاو پرانیزي

۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

د چين ولسمشر شي جن پنګ له امریکا سره د تجارتي شخړې په هکله یوه کليمه هم په ژبه نه راوړي. هغه په عمومي شکل بازار ته د لاسرسي او د پانګونې د بهتره شرایطو خبره کوي. خو بهرني شرکتونه بیا دې ته د شک په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/2vlrL
China Containerschiff
انځور: picture alliance/AP Images/CHINATOPIX

له امریکا متحدو ایالاتو سره د تجارتي شخړې په نه پام کې نیولو سره چين غواړي خپل تجارت ته لا زیات پراخوالی ورکړي. د چين د کمونیستي ګوند رهبر او د دغه هیواد ولسمشر شي جن پنګ، د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد په سويل بوآوو، کې د آسیا په اقتصادي فوروم کې لږ تر لږه د دې خبرې ژمنه وکړه.

شي په خپله وینا کې وویل چې په پام کې لري چې د موټرو پر وارداتو مالیه کمه، بازار ته لاسرسی زیات او د پانګونې شرایط بهتره کړي. سربیره پر دې هغه د مالیې په سکتور کې د لا زیاتې آساني او د بهرنیو شرکتونو په ځانګړي توګه د موټرو د صنعت په برخه کې د محدودیتونو د کمښت یادونه وکړه.

د چين ولسمشر وویل چې په اوس وخت کې په دغه هیواد کې د موټرو په برخه کې مالیات پر وارداتو ۲۵ سلنه ده، چې په دې کې به همدا د روان کال په جریان کې د پام وړ کمښت رامنځته شي.

دغه هیواد نه غواړي تجارتي مازاد ترلاسه کړي، بلکې غواړي د وارداتو کچه لوړه کړي. د چين ولسمشر په خپلو خبرو کې په مستقيم ډول له امریکا سره د روان تجارتي جنجال په هکله هیڅ ونه ویل.

شي جن پنګ د آسیا اقتصادي فوروم په کنفرانس کې چې د سويس په «داووس» کې د نړیوال اقتصادي فورم یو همتا یا مقابل کنفرانس دی وویل: «د چين د پرانیستې سیاست دروازه به بنده نه شي، بلکې نوره به هم پراخه او خلاصه شي».

هغه زیاته کړه: «پرانیستې سیاست د پرمختګ سبب کیږي، او انزوا د پرشاتګ»  د هغه په خبره چين له پاتې نړۍ سره د قوي ارتباطاتو سیاست تعقيبوي او د نړیوال کیدو غوښتونکی دی چې د ټولو له پاره پرانیستې او مثبتې پایلې ولري. د چين ولسمشر شي جن پنګ، بازار ته د لاسرسي د پراخولو ژمنه وکړه.

وروسته تر دې چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د چين پر وارداتو د ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفو د لوړولو اعلان وکړ، چين هم په بلمثله عمل سره د امریکا متحدو ایالاتو پر وارداتو (په ورته ډول) د تعرفو په لوړولو سره غبرګون ښکاره کړ.  ترمپ د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د لا زیاتو مالیاتو د لوړولو اټکل کوي.

تر څو چې دغه تنبیهي یا جزایې مالیې عملي کیږي، دواړه خواوی لږ تر لږه دوه میاشتې وخت لري، چې د خبرو اترو له لارې دغه رامنځته شوي سوداګریزې شخړې ته د حل لاره ولټوي.

په هر صورت د دواړو خواو څخه خبرو اترو ته د امادګۍ او احتمالي امتیازاتو ته د میلان له پاره  ضد و نقیص سیګنالونه موجود دي.  په دې وروستیو کې واشنګټن خپله لهجه سخته کړې ده.

ترمپ د اونۍ په پای کې په خپل تویتر کې لیکلي وو:«چين به خپل تجارتي خنډونه کم کړي، ځکه دا یو سم کار دی». او یوې معقولې موافقې ته د رسیدو له پاره متقابلې مالیې منتبق او تنظيم شوي دي. همدا د دوشنبې په ورځ د چين د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په اوس وخت کې د واضح خبرو اترو له پاره هیڅ چانس نه تر سترګو کیږي.