1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
تاريخآسیا
۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/3pCbF

پر افغانستان باندي د مغلو د يرغل يو انځور په پټه خزانه کي د بابا هوتک په شعر کي څرگنديږي:

پر سور غر بل راته نن اور دئ وگړيه جوړ راته پېغور دئ

پر کلي کور باندي مغل راغئ هم په غزني هم په کابل راغئ

 

غښتليو ننگ کړئ دا مو وار دئ مغل راغلی په تلورا دئ

په پښتونخوا کي ئې ناتار دئ پر کلي کور باندي مغل راغئ

 

آه د مرغۍ غښتليو راسئ پر ننگ ولاړ د پښتونخوا سئ

توري تېرې غشي تر ملا سئ پر کلي کور باندي مغل راغئ

 

لمو په غشو کړئ وارونه د تېرو تورو گوزارونه

ور وړاندي کړئ خپل ټټرونه پر کلي کور باندي مغل راغئ

 

زما د زلمو ويني بهيږي مځکه او غرونه پرې سره کيږي

ميرڅی زغلي او ترهيږي پر کلي کور باندي مغل راغئ

 

پښتنو هلئ پر غره جنگ دئ سور غر په وينو د دوی زنگ دئ

مهال د توري دئ د ننگ دئ پر کلي کور باندي مغل راغئ

 

زلمو پر ننگ ځانونه مړه کړئ دښمن په غشيو مو پېيه کړئ

د پښتونخوا مځکي ساته کړئ پر کلي کور باندي مغل راغئ

پر کلي کور باندي مغل راغئ