1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د چرس ځانګړي عناصر په موږکانو کې عصبي زړښت ورو کوي

۱۳۹۷ تیر ۷, پنجشنبه

زړو موږکانو ته په ماریوانا یا چرسو کې موندل کیدونکي د «ټي. ایچ. سي» په نامه د عنصر کم مقدار په ورکولو سره د دوی اعصاب بیرته ځوان شوي. خو ډاکټران وايي چې چرس بیا په ځوانو موږکانو کې برعکس ګڼ شمیر عصبي ستونزې رامنځ ته کوي.

https://p.dw.com/p/30S94
Cannabis Marihuana Pflanze Blüte
انځور: Getty Images/AFP/L. Hagberg

د روغتیا د برخې کارپوهانو پر موږکانو باندې یو لړ تجربې پیل کړي دي. په دې لړ کې یو شمیر زړو موږکانو ته په ماریوانا یا چرسو کې موندل کیدونکی د «ټي. ایچ. سي» په نامه یو ډول عنصر په کم اندازه ورکړل شوي. د دې په پایله کې لیدل شوي چې د زړو موږکانو عصبي جوړښت بیرته ځوان شوی دی او خپل پخواني حالت ته ګرځیدلی دی. د روغتیا د برخې کارپوهان داسې اټکل کوي چې دغه څه ښايي هغو انسانانو ته د الزایمر ناروغي یا په بل عبارت چې د هیریدو ناروغي ولري، ښه خبر وي.

Symbolbild - Demenz-Tanzcafé
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

تجربه څرنګه وه؟

په دې تجربه کې د کنابیز یا د چرسو په پاڼو کې موندل کیدونکي فعال عناصر په کمه اندازه کې زړو موږکانو ته ورکړل شوي. د وخت په تیریدو سره په دې کوچنیو حیواناتو کې د زده کړې او د حافظې فعالیت ډیر ښه شو او دغو زړو موږکانو د ځوانو موږکانو په څیر له ځانه فعالیت وښود.

پوښتنه دا ده چې وروسته له دې چې ولیدل شول چې زاړه موږکان د ځوانو موږکانو په شان فعالیت کوي، عکس العمل څه وو؟ کله چې ولیدل شول چې د چرسو د یو مقدار په ترلاسه کولو سره د موږکانو د اعصابو فعالیت بیرته پخواني حالت یا د ځوانۍ حالت ته وګرځید نو هیچا هم باور نه درلود.

په دې تجربه کې ډیر کوچني پمپونه د موږکانو د پوست په داخلي برخه کې ځای پر ځای شوي وو او دغو پمپونو به په دوامداره توګه یو مشخص مقدار د چرسو اخیستل شوي عناصر د موږکانو بدن ته داخلول. تر دې وروسته د څلورو اونیو په ترڅ کې ډاکټرانو دغو موږکانو ته د چرسو ورکړه بنده کړه او د یوې اونۍ له پاره یې انتظار وکړ. تر دې انتظار وروسته د دغو زړو موږکانو د حافظې او زده کړې په نوعیت باندې ګڼ شمیر آزموینې ترسره شوې.

تر ټولو ساده او آسانه آزموینه یا تست داسې وو چې موږک باید یو پټ ځای پیدا کړي. په عادي وختونو کې یو موږک چې ډیره فعال وي، دغه څه په څو ورځو کې پیدا کوي او ادرس یې خپلې حافظې ته سپاري. خو وروسته له دې چې زړو موږکانو ته د چرس دغه ځانګړي عناصر ورکړل شول، د دوی بیا معاینه ترسره شوه. د معاینې پایلو ټول حیران کړل. دوی د ځوانو موږکانو په څیر د پټ شوي ځای لاره په ذهن کې درلوده. تر دې وروسته د دغو زړو موږکانو د حافظې یو لړ آزموینې وشوې او پایلې یې داسې وې چې د دوی او د ځوانو موږکانو په حافظو کې توپیر نه ترسترګو کیدو. د دغو زړو موږکانو عمرونه د ۱۲ او ۱۸ میاشتو په منځ کې وو چې د موږکانو له پاره دغه عمرونه خورا ډیر دي او دوی په دې عمر کې ډیر زاړه وي.

Mann raucht Marijuana
انځور: picture-alliance/dpa/empics/D. Dyck

نو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا دا په دې معنی ده چې د حافظې د ښه کولو او د اعصابو د ځوانښت له پاره چرس څکل پیل کړو؟ نه نو دا په دې معنی نه ده چې چرس څکل ګټه لري. د دې موضوع ترڅنګ چرس د زړو په نسبت په ځوانو حیواناتو باندې منفي اغیز هم لري. چرس په ځوانو موږکانو او ځوانو انسانانو کې حافظه خرابه او کمزورې کوي.

اندریاس څیمر د بن په پوهنتون کې د مالیکولي اروا پوهنې د انتستیتیوت پروفیسور دی. نوموړي د [بیت المقدس] په هبري پوهنتون کې له خپلو همکارانو سره په ګډه د موږکانو پر اعصابو باندې دغه تجربې وکړې او بیا وروسته یې پایلې په یوه رسمي مقاله کې د «ناتور میدیسن» یا د طبعیت د دارو په نامه په یوه جریده کې چاپ شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: