1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د ځانمرګو بریدونو ناروا ګڼلو غونډې ته څیرمه برید وشو

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

د افغانستان علماوو د دوشنبې په ورځ د یوې فتوا په صادرولو سره ځانمرګي بریدونه د اسلامي شریعت له مخې ناروا وبلل. دا په داسې حال کې ده چې د غونډه ځای ته څیرمه یوه ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/2yt5q
Afghanistan Kabul Doppelanschlag
انځور له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د افغانستان د علماوو شورا په بلنه دغه غونډه د لوی جرګې په خیمه کې تر سره شوه چې د افغانستان د بیلا بیلو سیمو څخه څه د باندې ۲۰۰۰ عالمانو په کې ګډون کړی وو. علماوو له افغان حکومتي ځواکونو، طالبانو او نورو وسله والو ډلو وغوښتل چې جګړه ودروي او پر اوربند موافقه وکړي. هغوی د دواړو لورو تر منځ د سولې د خبرو اترو د تر سره کیدو غوښتنه هم وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د علماوو شورا دغه غوښتنه کوي. د دغه شورا یوه غړي غفران الله مراد، د غونډې ګډه بیانه ولوسته چې په کې بې ګناه افغان سړي، ښځې او ماشومان د جګړې قربانیان یاد شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل پولیسو ویلي دي چې همدې غونډې ته څیرمه یو ځانمرګی برید شوی دی. دې ځانمرګي برید لږ تر لږه څلور کسان وژلي او نور پنځه تنه یي ټپیان کړي دي.

ځیني رپوټونه بیا د وژل شوو کسانو شمیر اته تنه ښيي. په کابل کې د پنځمې ناحیې د پولیسو مشر غفور عزیز، ویلي دي چې چاودنه د یوه ځانمرګي برید کوونکي له لوري د غونډې ځای ته د ننوتو په دروازه کې رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي.