د «پېغمبرۍ» مدعي د جنسي تېري په جرم په زندان محکوم سو
۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعهد آلمان د کلېوه ښار يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د دسمبر ۳۰مه) يو هالنډي وګړي ته پر يوې ۱۳ کلنې نجلۍ د جنسي تېري له کبله د ۵ کلونو بند سزا واوروله. دغه کس ۵۹ کلن دی.
محکمې پخپلي فيصلې سره هغه تور تائيد کړی دی چي پر دغه مذهبي مشر لګول سوی وو. پر هغه تور وو چي «په بيلو ځايونو کي يې په څو ځله پر يوې ۱۳کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی وو.»
ياده ۱۳ کلنه نجلۍ چي اوس ۲۷ کلنه ده، شهادت يې د محکمې له خوا ومنل سو. قاضي ويلي دي چي دغي مېرمني ټوله قضيه په بشپړه توګه بيان کړې او بېله دې چي پکښي تناقض موجود وي.
د تورن کس وکيل وويل چي د دغه محکمې ټوله پروسه يوازي د يوې شاهدې پر شاهدۍ ولاړه ده. د مدافع وکيل په وينا د شاهدې مېرمني شاهدي د باور وړ نه ده.
تورن کس چي ادعا لري چي «پيغمبر» دی، د ۲۰۲۰م کال له اکتوبر مياشتي راهيسي په تحقيقي توقيف کي دی. د جنسي تېري دغه قضيه ځکه د عامه توجه سبب ګرځېدلې ده، چي تورن کس دغه مېرمنه بندي کړې وه.
تورن کس د هالنډ په ګوخ ښار کي پر يوې خانقاه د چاپې وهلو پر وخت نيول سوی وو. د دغه کس محاکمه په جون مياشت کي په آلمان کي پېل سوه. پر هغه د يو انسان د بندي کولو تور هم وو، خو د محاکمې په جريان کي له دغه تور څخه برائت ورکړل سو.
آ./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز راپور: