د پیړۍ تر ټولو اوږد خسوف را روان دی
۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعهنړۍ د سپوږمۍ د ترندي نیونې یا خسوف له پیښې سره مخامخ کیدونکې ده چې د نړۍ په ډیرو برخو کې به د لیدو وړ وي. د آسیا، اروپا، افریقا، آسترالیا او د امریکا په ځینو برخو کې به خلک خسوف وويني.
د معلوماتو له مخې له نن څخه یوه اونۍ وروسته یعنې د راتلونکې جمعې په ورځ به چې د جولای میاشتې له ۲۷ نیټې سره برابره ده، سپوږمۍ به په بشپړه توګه ترنده ونیسي. په آلمان کې د خسوف وخت د شپې ۹ بجې او ۳۰ دقیقې او د شپې ۱۱ بجې او ۱۴ دقیقې اعلان شوې ده.
په آلمان کې دغه خسوف د «موفي ۲۰۱۸» په نامه یادیږي چې د نړۍ تر ټولو اوږده د سپوږمۍ ترندي نيولو یا خسوف پیښه به وي. دغه خسوف به ۱۰۳ دقیقې دوام ولري یعنې ۱۰۳ دقیقې به سپومۍ په بشپړه توګه ترندي نیولې وي.
د سپوږمۍ ترنده نیول یا خسوف څه دي؟
د ترنده یا خسوف هغه وخت پیښیږي کله چې سپوږمې خپل بشپړ پړاو ته رسیدلې وي یعنې سپوږمې مکمله شوي وي، او د لمر او ځمکې په نسبت د فضا په یوه خاص ځای کې موقعیت غوره کړي. په بل عبارت سپوږمۍ د ترندي په واسطه هغه وخت نیول کیږي کله چې ځمکه د سپوږمې او لمر ترمنځ تیره شي او په دې ترتیب سپوږمۍ ته د لمر د وړانګو د رسیدو مخه ونیول شي. په دې ترتیب سپوږمۍ د ځمکې تر سیورې لاندې راځي او د خسوف پیښه رامنځ ته کیږي.
«موفي ۲۰۱۸» کومه ځانګړنه یا خواص لري؟
د سپوږمۍ د دغې پیښې له پاره کارول شوی «موفي ۲۰۱۸» نوم د سپوږمۍ نیولو د وخت پر اوږدوالي سربیره یو بل نجومی دلیل هم لري. د ستورو پیژندونکو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د خسوف له دغې پیښې سره به یوه بله نجومي پیښه هم په عین وخت کې پیښه شي. د روان کال د جولای میاشتې پر ۲۷ نیټه یعنې د خسوف په شپه، د ځمکې سیاره له خپل سور رنګه ګاونډي سیارې یعنې مریخ څخه مخکې کیږي او دقیقا په همدې موده کې د مریخ او ځمکې فاصله به په شدت سره ډیره کمه وي. د دغو دواړو سیارو د نژدیوالي له کبله، مریخ به په خپلې ډیرې رڼا سره ټوله شپه د لیدو وړ وي او د ټولو پام ځان ته کوي.