1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پټې ښځې د رضا کولو په هڅه کې يو سړی په عمري بند محکوم شو

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

د هند يوه تاجر ته له دې امله د عمري بند سزا ورکړل شوه چې خپله ښځه یې د وظيفې پرېښودو ته مجبوروله. نوموړي په دې ترڅ کې د الوتکې د تښتولو د درواغو گواښ کړی وو.

https://p.dw.com/p/3KLuf
Indien Jet Airways
انځور: AFP/P. Paranjpe

د هند په احمد آباد ښار کې د ترهگرۍ ضد يوې محکمې، د برجو سالا په نوم يوه تن ته په ۲۰۱۷م کال کې د «جيت ايرویز» په نامه د یوه هوایي شرکت د ممبي څخه نوي ډهلي ته د پرواز پر وخت د الوتکې په تشناب کې د یوه ليک د ايښوولو له امله د عمري بند سزا واوروله. 

په لیک کې ليکل شوي ول چې په الوتکه کې يو يرغمل نيونکی او چاوديدونکي توکي موجود دي. په ليک کې د الوتکې له پیلوټانو څخه غوښتنه شوې وه چې الوتکه د پاکستان تر کنترول لاندې کشمير ته بوځي. 

د دې ليک تر موندنې وروسته د الوتکې عملې یاده الوتکه د هندوستان په احمد آباد ښار کې کښینوله چېرته چې يو ۳۸ کلن کس چې په بزنس کلاس کې یې سفر کاو، ونيول شو. 

په هند کې دا لومړی مجرم دی چې د الوتکې د يرغمل نيونې د مخنيوي له پاره د رامنځته شويو نويو او سختو قوانينو له مخې جزايي کیږي. 

قاضي د پريکړې د اعلان پر وخت وويل چې د برجو سالا د دې کار له امله مسافرو او د الوتکې عملې ته سخت ټکان رسېدلی دی. سالا ته د ۵۰ لکو هندي روپیو د نغدي جریمې سزا هم ورکړل شوې ده. 

Flugzeuge von Jet Airways Flash-Galerie
انځور: picture alliance/Dinodia Photo Library

مجرم پيژندل شوي سالا چې تر دې وړاندې یې هم واده کړی وو، د جيت ايرویز د هوايي شرکت له يوې اير هوستس يا ميلمه پالې سره  پټ واده کړی وو او هغه یې دې ته مجبوروله چې ممبي ته کډه شي خو نوموړې نه غوښتل چې په مبيي ښار کې ژوند وکړي. 

برجو سالا د الوتکې د يرغمل نيونې د درواغو په پلان سره غوښتل دغه هوايي شرکت بدنام کړي او هڅه یې کوله چې د ممبيي او نوي ډهلي ترمنځ پروازونه یې وځنډيږي. نوموړي فکر کاو چې په دې توگه به یې ښځه ښايي د خپلې وظيفې پريښوولو ته مجبوره شي. 

د برجو سالا وکيل روهيت ورما وويل چې دی به د نوموړي د عمري بند د سزا پر ضد دعوا وکړي. 

bs/kh (AFP)