د پيړۍ کشف: په مصر کې درې زره کلنې مومیایي وموندل شوې
مصر د پيړۍ تر ټولو ستر لرغوني آثارو پر موندلو بریالی شو. د لوکسور په ښار کې دېرش موميايي شوی تابوتونه کشف شوي دي چې درې زره کلن تاريخ لري. د تابوتونو په سر کتيبې او نقاشیانې لا پر خپل حال ثابتې پاتې دي.
رنګين تابوتونه
مصري لرغون پيژندونکو د موميايي شوو تابوتونو يوه مجموعه کشف کړه چې د ښځينه، نارينه او ماشومو کاهنانو اړوند دي. دغه تابوتونه د لوکسور ښار په يوې هديره کې کشف شوي دي.
ډیر کشف شوي تابوتونه
مصري لرغون پيژندونکو ويلي دي چې له ۱۸مې پيړۍ را په دې خوا «دا لومړی ځل دی چې په دومره ډير شمير کې موميايي شوي جسدونه په لاس راغلي دي.»
له ميلاد څخه مخکې
د کاهنانو دغه ۳۰ جسدونه له ميلاد څخه مخکې لسمه پيړۍ کې د مصر د فراعنه د ۲۲ حکومت په زمانه کې موميايي شوي دي. په دې ترتيب دغه جسدونه درې زره کاله کیږي چې موميايي دي.
سيالانيان دې خبر وي
مصر ويلي دي چې کشف شوي موميايي جسدونه به په نژدې راتلونکې کې د خلکو نندارې له پاره کيږدي. دغه هيواد اوس په دې هڅه کې دی چې خپل د سياحت صنعت ته رونق ورکړي.
له ۲۰۲۰ نه په موزيم کې
د مصر د توريزم صنعت په وروستيو کلونو کې زيانمن شو، کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک حکومت پر وړاندې پاڅون پيل او بيا په ۲۰۱۳م کال کې پوځ د اسلامپاله حکومت پر وړاندې کودتاه وکړه. مصر غواړي نوې کشف شوي موميايي په ۲۰۲۰م کال کې په خپل موزيم کې د نمايش له پاره کيږدي.
دننه او باندې نقاشي
د دغو موميايي شوو جسدونو تابوتونو دننه او بهر رنګ آميزي او نقاشي شوي دي او کتيبې هم لري. کارپوهان «د رنګونو او نقاشيو ښه وضعيت او د کتيبو سالم والي» ته اشاره کوي.
د پيړۍ کشف
د مصر غربي ښار لوکسور د مصر پيژندونکو له پاره د يو ګنج حيثیت لري. په ځانګړې توګه دغه کشف او د الاصاصيف په دوهم نمبر هديره کې تر سره شوی کشف بيا تر ټولو نادره کشفيات دي.
نادره کشف
د مصر غربي ښار لوکسور د مصر پيژندونکو له پاره د يو ګنج حيثیت لري. په ځانګړې توګه دغه کشف او د الاصاصيف په دوهم نمبر هديره کې تر سره شوی کشف بيا تر ټولو نادره کشفيات دي.
تر دې مخکې
په مصر کې تر دې مخکې د وروستي ځل له پاره په کال ۱۸۹۱ کې د کاهنانو موميايي شوي جسدونه ښودل شوي وو.
د جيزه موزيم
مصريان غواړي دغه جسدونه په ډير دقت سره ترميم او بيا يې د جيزه اهرام تر څنګ، د مصر په لوی موزيم کې کيږدي. په پام کې ده چې دغه موزيم به په ۲۰۲۰م کال کې پرانيستل شي.
د سيلانيانو راتلو چمتوالی
د مصر حکومت په راتلونکي کال کې دغه موزيم ته د ډير شمیر سيلانيانو د راتلو له پاره تياری نيسي. ليکونکی دارکو جانژویچ/ر.ش/ م.ک.ص