د پنجاب پر کلو او بانډو هم د نړیوال کیدو اغیزې لیدل کیږي
د ګلوبلایزیشن یا نړیوال کیدو اغیزې د پاکستان د پنجاب ایالت په کلیو کې هم لیدل کیږي. خو اوس هم هلته هغه دودونه موجود دي، چې د پيړیو پخواني کلتوري میراث بلل کیږي. د کلیو د ساده، خو خوندور ژوند څو اړخونه په انځورونو کې.
پنجاب، ټانګه یا آس ګاډۍ. په ډیرو پاکستاني سندرو کې د ټانګې یا آس ګاډۍ یادونه شوې. اوس په کلیو کې بسونو او نورو وړو موټرو د ټانګي ځای نیولی دی.
پر ګلوبالیزیشن یا نړیوال کیدو سربیره د پاکستان په کلیو کې اوس هم د لرګیو او خاشا پر نغري د تبۍ د پاسه د ډوډۍ پخولو لرغونی دود موجود دی.
که هر چا په کلیو کې ژوند کړی وي هغه د دې ماشوم خوشحالي پوره درک کولی شي. خوشحالي د لوبو بې قیمتي شیانو هم ترلاسه کیدلی شي. په کلیو کې داسې ماشومان لیدل کیږي چې د یوې لښتې په وسیله یې د بائسيکل یا موټر سیکل ټایر په مخه کړی وي.
پخوا به په کلیو کې سلمانیان(ناهیان) هر کور ته ورتلل او د ولس خدمت به یې کاوه. د نارينه وو ږیره او ویښان به یې جوړول. سربیره پر دې د غم او يا ښادۍ پيغامونه به یې رسول.
د ښارونو ماشومان یوازې د شیدو خوند او نوم پيژني، خو د کلي ماشومان بیا د خپلو ځارویو پالنه او روزنه هم کوي.
د خرو د بیو له لوړیدو سره سم د پنجاب د کلیو خلکو یو وار بیا له کروندو څخه د خپلو ځارویو په خاطر د شفتلو یا ریشقې د انتقالولو له پاره له میښو څخه ګټه اخیستنه پیل کړې ده.
د پنجاب په کلیو کې نن هم د پسونو او وزوو روزنه د روزمره ژوند یوه برخه ده. ډیر مالداران ټول کال زحمت باسي او بالاخره د لوی اختر په ورځو کې خپل څاروي ښارونو ته د خرڅلاو له پاره وړي.
په پنجاب ایالت کې د پسرلي په موسم کې ډیر ودونه کیږي. د ودونو په محفلونو کې د ګلانو ضرورت پوره کولو له پاره کروندګر په خپلو کروندو کې ګلان کري، تر څو ډیره ګټه ترلاسه کړي.
پخوا به په پنجاب ایالت کې د ځمکو د اوبوولو په خاطر د غوایانو په مرسته د یوه څرخ په وسیله اوبه را پورته کیدې، خو اوس يې ځای ژورو څاګانو نیولی دی.
پخوا به په کلیو کې یوې ښځې (نانوایې) د اوړو په بدل کې خلکو ته ډوډۍ پخولې، اوس دغه دود په لږ څه بدلون سره ښارونه ته هم انتقال شوی دی. په ښارونو کې بیا نانوایان د پيسو په بدل کې خلکو ته ډوډۍ پخوي.
په دې شپو ورځو کې په پنجاب ایالت کې د ګنیو د فصل را ټولولو وخت دی. په پاکستان کې د ګني له اوبو څخه بوره او ګوړه جوړيږي.
د ګوړې جوړلو له پاره د ګني اوبه یا رس په یوه لوې لوښې یا کړایې کې اچوي او حرارت ورکوي چې ګوړه جوړه شي. په پاکستان کې د ځينو کلیو اوسیدونکي اوس هم د بورې په پرتله د ګوړې استعمال ته ترجح ورکوي.
یو شمیر کروندګر د ګوړي رنګ روښانه کولو(روښانه نصواري) له پاره په کوړه کیمیاوي مواد ګډوي. خو کله چې بیا د خپل استعمال له پاره ګوړه جوړوي نو کیمیاوي مواد په کښې نه کاروي. د دا ډول ګوړې رنګ به تیز نصواري وي.
داسې ویل کیږي؛ هر څومره چې په کلیو کې د کورونو بامونه یو بل ته نږدې وي، په هم هغه اندازه یې د اوسیدونکو زړونه هم یو بل ته نږدې وي.
که څه اوس هم په کلیو کې د ماشومانو ډیر پخواني لوبي نه شته، خو اوس هم په کلیو کې ځيني ماشومان لیدل کیږي چې مردکي کوي. داسې معلومیږي چې په دغو کلیو کې د ګبډۍ لوبه هم یو وار بیا پر ژوندي کیدو ده.
په هر ځای کې تیل او ګاز نه وي. په پاکستان کې اوس هم په ډیرو کلیو کې ښځې د اخلي پخلي له پاره له خوشايو (ټپيو) څخه کار اخلي.
پخوا به په کلیو کې د کور د نغري تر څنګ هرو مرو تنور هم موجود وو او د کلي ډیرو ښځو به د انرژۍ د کم مصرف په هدف یو تنور ګرماوه او ټولو به پکښې ډوډۍ پخولې. خو اوس دغه دود تر ډیره ختم شوی دی.
پخوا به د پنجاب په کلیو کې د اوبو کوچني تالابونه (حوزونه) او ولی وې چې ماشومانو به پکې ماهیان نيول، خو اوس په کروندو کې د زهرجنو کیمیاوي موادو د استعمال له امله ماهیان هم کم شوي دي.
د ښارونو برعکس په کلیو کې د لمر له پریوتلو سره سم د ژوند کار روزګار هم بندیږي. مالداران هم کوښښ کوي چې تر لمر لوېدو مخکې خپل څاروي ځای پرځای کړي.