1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنتاګون «محرم اسناد» اود اوکراین پر ملاتړ دبلینکین ټینګار

۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د هغو اسنادو له نشريدو وروسته چي ویل کېږي د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا محرم معلومات لري، بلنکین خپل اوکرایني سیال ته د تلیفون پر کرښه پر ملاتړ ټینګار وکړ. د یادو اسنادو کره والی لا تراوسه روښانه نه دی.

https://p.dw.com/p/4PwbL
Äthiopien | PK US Außenminister in Addis Abeba
انځور: Tiksa Negeri/AP Photo/picture alliance

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د هغو اسنادو له خپرېدو وروسته، چي ویل کېږي په اوکراین کي د روان جنګ په اړه محرم معلومات لري، له خپل اوکرایني سیال ديمیترو کوليبا سره د رواني اپريل میاشتي پر ۱۱مه نېټه، چي د سې شنبې په ورځ یعني پرون د تلیفون له لاري خبري وکړې. 

اړوند: پنټاگون د محرمو اسنادو خپریدل لوی امنیتي خطر بولي
نوموړي په دې تلیفوني مکالمه کي له اوکراین سره د خپل هیواد پر دوامداره ملاتړ ترڅنګ د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او حاکمیت د ساتني په موخه پر خپلو هڅو ټینګار وکړ. 

د امریکا د باندنیو چارو وزیر بلنکین د یادو څرګندو سویو اسنادو د کره والي او منځپانګي په اړه نور څه نه دي ویلي. نوموړي د «پټو خدمتونو د ساتني» په اړه د خپل هیواد « وعدې» ته

په اشارې سره وویل، د یادي موضوع په اړه امریکا متحده ایالاتو په تېرو ورځو کي له خپلو متحدانو او شریکانو سره هم خبري کړي دي.

اړوند: امريکا په کلونو د افغانستان د جګړې حقيقي څهره پټه ساتلې وه
د دغو سندونو ښکاره کول د جنجالي خبرونو څخه ول او د جګړې د روان حالت په اړه يې سختي اندېښنې راپورته کړې، خو اوکرایني مسؤلانو دغه اندېښنې بې بنسټه یادي کړلې او زیاته يې کړه، چي د دغو سندونو ښکاره کول د «پټو خدمتونو د معمولي لوبي» یوه برخه ده. 

دوی په دې باور دي چي روسیې دغه سندونه د اوکراین او لوېدېځ ترمنځ د درز د رامنځته کولو په موخه خپاره کړي دي.

اړوند: یو ځل بیا د امریکا تازه محرم نظامي اسناد خپاره شوي دي
لا تراوسه هم د دغو سندونو د کره والي په اړه شکونه موجود دي.  د «سي، این، این» خبري څانګي د راپور له مخي د امریکا دولتي کارکوونکو دغه سندونه تائید کړي دي، خو واشنګټن پوسټ ته یوشمېر مسؤلانو ویلي دي، چي په دغو سندونو کي لاس وهل سوی دی.

د«بلینګ کټ» په نامه د څېړنیزو ژورنالیستانو یوې مشهوري ډلي هم دواشنګټن پوسټ ارزوني په ډول توانېدلي چي په دې اړه روښانه کړي چي څه ناڅه په دغو سندونو کي لاسوهنه سوې ده.

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی