د پناه غوښتونکو په دوسیو کې د لاس وهني تشه
۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعهد تازه رپوټونو په حواله د «ماریس» په نامه د آلمان د پناه غوښتني د ادارې په داخلي کمپیوټري پروګرام کې له نظري پلوه د دې ادارې په زرونو کارکوونکي د دې امکان لري چې د پناه غوښتنې په درخواستونو کې لاسوهنه وکړي.
په آلمان کې د «ټاګس شپیګل» برلین په نامه یوې آلمانې ورځپاڼي په دې هکله لیکلي دي چې دغه معلومات په ۲۰۱۸م کال کې د بامف ادارې تر داخلي ارزونې وروسته برملا شوي دي. په دې ترڅ کې ارزونکو موندلې وه چې د مهاجرت د ادارې یا «بامف» له ټولو کارګرو څخه تقریباً نیمايي ته يې د دې امکان برابر وو چې د دې ادارې سیستم ته په داخلیدو سره په دوسیو کې په پراخه کچه تغیرات راولي او یا لاسوهنه پکې وکړي.
د دوو میلیونو پناه غوښتونکو دوسیې
د کډوالو او مهاجرو په برخه کي د آلمان فدرالي ادارې د «ماریس» په نامه په الکترونکي اداري سیستم کې د مهاجرینو شاوخوا ۲ میلیونه دوسیې ثبت شوي او په دې سیستم کې ساتل کیږي. د «بامف» ادارې هر هغه کارکوونکی چې د «پرتوکولونو آزادانه تغیر» ته لاس رسی لري، کولی شي چې د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیو د پریکړې د ډول او همدا راز د دوسیو په تاخیر کې هم تغیرات راولي.
سربیره پر دې، د بامف په اداري سیستم کې دغه خلا کولی شي چې د یو مهاجر یا پناه غوښتونکي د دوسیې د ارزونې په ترڅ کې لاس وهنې ته هم لار هواره کړي. په دې ترتیب سره د مهاجرت د ادارې کار کوونکو کولی شول چې له وړاندي نه پلان شوې مصاحبه لغو کړي او پر ځای یې د سوالونو یوه ورقه ځای پر ځای کړي. د مصاحبې په ترڅ کې معمولاً د دغي ادارې کارکوونکي د یوه مهاجر د مبدأ هیواد او د پناه غوښتنې اصلي دلیل یې ثبت او ارزوي.
د دې اروزنې په اساس، د آلمان په بریمن ایالت کې د مهاجرت ادارې پخوانۍ مشري او د یادي ادارې کارمندانو له دې لارې د پناه غوښتونکو په دوسیو کې لاس وهنه کړې ده. د آلمان اړونده څارنوالۍ اوسمهال په دې هکله پلټنې کوي.
د «ټاګس اشپیګل» په نامه دغې آلمانۍ ورځپاڼي همدا راز رپوټ ورکړی دی چې د پناه غوښتونکو د دوسیو الکترونیکي سیستم ته د لاس رسي حق په اصل کې باید د بامف ادارې یو ډیر محدود شمیر کارکوونکو ته ورکړل شوی وای، خو اوسمهال د بامف ادارې شاخوا ۳۸۰۰ کارکوونکې دغه اداري الکترونیکي سیستم ته لاس رسی لري.
یادې ورځپاڼي همدا راز لیکلي دي چې د «بامف» ادارې په ځايي دفترونو کې تر ۸۵ سلنه پورې کارکوونکي په فردي توګه د دې حق لري چې د «ماریس» اداري سیستم ته داخل شي.
په عین وخت کې د روان کال په اپريل میاشت کې په کورنیو چارو وزارت کې د کيڼ اړخي فراکسیون د پارلماني سکرتري د یوې پوښتنې په جواب کې د آلمان له مسيحي سوسیال اتحاد څخه سټیفن مایر، ویلي وو: «بهرني کسان د معلوماتو د خوندیتوب په دليل د ماریاز Maris په نوم د پناه غوښتني سیستم ته لاسرسۍ نه لري.»
زموږ له آرشیف څخه: