د پاکستاني طالبانو په بريد کې دوه کسان وژل شوي
۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبهد اسوشتيد خبري آژانس د پوليسو په حواله ليکي چې پر امنيتي پوسته باندې دغه حمله د جمعې په شپه ناوخته (نيمه شپه) پر موټر سيکل سپرو وسلوالو کسانو له خوا شوې ده. دغه پيښه د پاکستان په شمال لويديځ کې پرته، دره بان کالان سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پوليسو افسر طارق خان د شنبې په ورځ وويل چې په پيښه کې ۸ تنه وسلوال ټپیان شوي دی. هغه زياته کړه، کله چې ډزې پيل شوې، د پيښې ځای ته نژدې دوه کسان چې بس ته د تيل اچولو په حال کې ول، په ډزو وژل شوي دي.
د بريد مسئوليت د پاکستاني طالبانو يوې څانګې پر غاړه اخیستی دی. بريد د افغانستان پولې ته نژدې په سويلي وزيرستان کې شوی کوم چې د طالبانو يو پخوانی ځواکمن سنګر ګڼل کيږي.
پاکستان ادعا کوي چې په ورستيو کلونو کې ېې د طالبانو، القاعده شبکې او نورو وسلوالو ډلو د ځپلو په موخه د پوځي عملياتو لړۍ پيل کړې ده، خو لا هم په دغو سيمو کې وخت ناوخت وسلوال بريدونه ترسره کيږي.