1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«د پاکستاني طالبانو يو لوی قومندان په افغانستان کي وژل شوی»

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

په افغانستان کې په یوه بمي چاودنه کې د پاکستاني طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کیدو رپوټونه ورکول کیږي. دغه کس چې د خونړیو بریدونو مسئول بلل کیدی، وژل يې د پاکستاني طالبانو له پاره سخت ضربه ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/4FFuM
Afghanistan | Tote nach Erdbeben in Afghanistan
د پکتیکا برمل ولسوالۍ - د آرشیف انځورانځور: Bakhtar News Agency/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې عبدالولي مومند، چې په عمر خراساني باندې یې شهرت درلود د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مطلوبو کسانو په لېست کې هم وو چې د هغه د ځای په هکله د معلوماتو ورکولو پر سر تر درې میلیونه ډالر پورې انعام هم ایښودل شوی وو. د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستاني طالبانو د دغه قوماندان موټر په پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې هدف ګرځول شوی دی.

پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ د خراساني وژنه تائید کړې ده او ویلې یې دي چې ډېر ژر به د هغه د وژنې په هکله تفصیلي اعلامیه خپره کړي. زیاته شوې ده چې په دغه چاودنه کې د پاکستاني طالبانو دوه نور قوماندانان هم وژل شوي دي.

د پاکستان ایکسپرس ټریبون ورځپاڼې دغه دوه نور کسان د «مفتي حسن او حافظ دولت خان» په نومونو یاد کړي دي. د دغو درې واړه کسانو د وژل کیدو رپوټ په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو یوه اوونۍ وروسته ورکول کیږي چې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نخښه شوی وو.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې ګومان کیږي چې خراساني د القاعدې ترهګرې شبکې له پخوانیو مشرانو اسامه بن لادن او الظواهري سره نزدې اړیکې درلودې، خو دا لا معلومه نه ده چې د ډرون د برید او د دغه چاودنې ترمنځ کوم تړاو شته او که نه.

خراساني یو وخت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه جلا شوی وو او د جماعت الحرار په نوم یوه ډله یې جوړه کړې وه.

د هغه ډله په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسئوله ګڼله کیده چې په ۲۰۱۶م کال کې په لاهور کې شوی برید هم شامل دی. په هغه بريد کې ۷۵ عیسوي لږکیان ووژل شول.

خراساني بیا وروسته د الحرار ډله منحل او یو شمیر نورې جلا شوې ډلې بیا له ټي ټي پي، سره یو ځای شوې.

په تیرو دوو میاشتو کې د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو نازک اوربند هم شته چې په افغانستان کې د حقاني شبکې په منځګړتوب شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې پاکستاني طالبانو د دوو لسیزو په یاغیتوب کې شا او خوا ۸۰ زره پاکستانیان وژلي دي.