1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی دی

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۹, شنبه

د تحریک طالبان پاکستان مشر ویلي دي چې ‌ډله یې د اسلام آباد له حکومت سره خبرو اتراو ته چمتو ده خو خپلې وسلې به پر ځمکه کې نه ږدي.

https://p.dw.com/p/17B0A
انځور: AP

دغه خبره د «تحریک طالبان پاکستان» د ډلې مشر حکیم الله مسود، په یوه ۵۲ دقیقه يي ویدیويي پیام کې کړې ده. هغه ویلي دي: «موږ تر دې مخکې هم خبرې اترې کړې دي او اوس هم ورته چمتو یو. خو موږ یوازې ریښتینې خبرې کول غواړو.»

مسود زیاته کړې چې ډله به یې خپلې وسلې پر ځمکه کې نه ږدي. د پاکستاني طالبانو مشر ویلي دي: «زموږ د بې وسلې کولو غوښتنه د خبرو اترو د نه کولو له پاره یوه پلمه ده.» د مسود په خبره د سولې خبرې اترې به تر هغه وخته پورې کومې پایلې و نه لري چې د پاکستان حکومت د شریعت قانون پلی نه کړې او د هغه په خبره له امریکایي لومړیتوبونو له تعقیبولو څخه لاس وا نه خلي.

دا چې دغه ویدیویي پیغام په کوم ځای کې او کله ثبت شوی دی لا تر اوسه پورې روښانه نه ده خو مسود په خپلو خبرو کې د تیرې اونۍ هغه برید ته اشاره کړې ده چې په پېښور ښار کې يې د پاکستان یو ایالتي وزیر بشیر بلور، وواژه.

مسود ویلي دي چې بلور د خپلو خبرو او تبلیغاتو له کبله وژل شوی دی. هغه زیاته کړې ده چې «د پاکستان د عوامي نشنل ګوند» پر نورو غړو باندې به خپل بریدونه جاري وساتي. مسود په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «موږ د کومې ډلې پر ضد نه یو. موږ د دیموکرات سیستم پر ضد یو ځکه چې دا سیستم د اسلام ضد دی.»

په ویدیو کې د مسود تر څنګ د «تحریک طالبان پاکستان» د ډلې مرستیال ولي الرحمان هم ناست دی. مسود په پاکستاني او بهرنیو رسنیو کې خپاره شوي هغه رپوټونه رد کړل چې ویلی یې ول چې د دغو دوو کسانو تر منځ ستونزې موجودې دي.

په ویدیو کې رحمان هم خبري کړې دي. هغه ویلي دي چې طالبان له یو بل سره همکاري کوي. هغه زیاته کړې ده: «ملا عمر زموږ ورور دی. او هغه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې بهرنیان له افغان څخه وځي، یو ځل بیا د دې هیواد مشري وکړي.»

پاکستاني سیمه ایزو چارواکو د دې خبرې هرکلی کړی دی چې طالبانو د خبرو اترو له پاره چمتووالی ښوولی دی خو ټینګار یې کړی دی چې طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، ویلي وو چې دولت یې له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو د دې کار له پاره باید د پاکستاني طالبانو مشر پخپله وړاندیز وکړي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲۷) یوې پاکستانۍ ورځپاڼې «دي نيوز» د «كالعدم تحريک طالبان پنجاب» مشر عصمت الله معاويه، له خوا یو لیک ترلاسه کړی وو چې په کې راغلي وو چې که د پاکستان حکومت د هغوی ځیني شرطونه ومني نو دا ډله خبرو اترو ته چمتو ده. هغه وخت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، ویلي وو چې یوازې هغه وخت له طالبانو سره خبرې کوي چې د دې ډلې مشر حکیم الله مسود پخپله د سولې وړاندیز وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب