1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: په هر ډول به د کشمیریانو د مبارزې ملاتړ وکړو

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې دوی تر اخره د کشمیریانو د مبارزې ملاتړ کوي. د پاکستان پوځ له لوري دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې هند د جمو او کشمیر ایالت څخه نیمه خپلواکه حیثیت بیرته واخیست.

https://p.dw.com/p/3NPrT
Pakistan Armee chef Qamar Javed Bajwa
انځور: picture-alliance/AA/ISPR

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په راولپنډۍ کې د کور کمانډرز یا جګپوړو قوماندانانو په غونډه کې د کشمیر د موضوع په هکله بحثونه وشول. یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې د قمر باجوه له قوله لیکلي دي: «د پاکستان پوځ تر اخره د کشمیریانو د مبارزې کلک ملاتړ کوي. موږ په دې برخه کې په بشپړه توګه چمتو یو او د خپلو مکلفیتونو د ترسره کولو له پاره به تر هر حده ولاړ شو.»

هند د دوشنبې په ورځ تر خپلې ولکې لاندې کشمیر څخه د یوه فرمان له لارې ځانګړي حقوق بیرته واخیستل.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د هند د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ هغه لایحه ستایلې ده چې کشمیر د نوي دهلي تر مستقیم کنترول لاندې راولي.

پر دې سربیره په کشمیر کې درې مخکښ سیاستوال سولې ته د احتمالي خطر په توګه نیول شوي دي. دغه سیاستوال وروسته له هغې ونیول شول چې د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اعلان وکړ چې ولسمشر د یوه فرمان له لارې له جمو او کشمیر څخه نیمه خپلواک حیثیت بیرته واخیست. دغه لایحه د هندوستان د مشرانو جرګې د دوشنبې په ورځ تصویب کړه او په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ پرې په ولسي جرګه کې بحثونه وشي. په ولسي جرګه کې حکومت اکثریت لري.

د فرانسې خبري آژانس په کشمیر کې د محکمې هغه حکم لیدلی دی چې پکې د کشمیر پخواني ایالتي لومړي وزیران محبوبه مفتي او عمر عبدالله او همداشان د یوه بل سیمه ایز ګوند مشر سجاد لون، په داسې فعالیتونو کې ښکیل بلل شوي دي چې «احتمالا د سولې د نقضیدو» سبب ګرځیدای شي.

مظاهرې

د سه شنبې په ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په مظفر آباد سیمه کې شا او خوا ۵۰۰ کسانو احتجاجونه وکړل. د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د مظاهرو اټکل شوی دی.

د پاکستان د پارلمان ګډه غونډه هم نن د سه شنبې په ورځ پیل شوه، څو د دهلي د دغه اقدام په هکله خپل احتمالي غبرګون په هکله بحثونه وکړي.

په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان او هند د خپلواکۍ له اخیستو راهیسې کشمیر د دواړو هیوادونو تر منځ شخړه ایزه موضوع ده. دواړو هیوادونو چې اوس د اتومي قدرت درلودونکي هم دي درې وارې د کشمیر پر سر جګړه کړې ده. د وروستیو رپوټونو له مخې په جمو او کشمیر کې د دوشنبې له ورځې راهیسې تلیفوني او انټرنیټي خدمات هم ځنډول شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: