1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د مشرف په هکله د محکمې پر حکم سخت غبرګون ښوولی

۱۳۹۸ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د دغه هیواد د پوځ د پخواني مشر متقاعد جنرال پرویز مشرف پر وړاندې د محکمې پر پریکړه سخت انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3UyQq
Pakistan l Ehemaliger Präsident Pervez Musharraf
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر یوې ځانګړې محکمې د سخت خیانت او د اساسي قانون د ماتونې په تور د مرګ په سزا محکوم کړ. د پوځ له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې پر دغه پریکړه سخت انتقاد شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اس پي آر) له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي دي: «متقاعد جنرال پرویز مشرف په هکله د ځانګړې محکمې د پریکړې په اړه د پاکستان د پوځ دننه ډیر درد او اظطراب شته. د پوځ یو پخوانی مشر، لوی درستیز او د پاکستان پخوانی ولسمشر چې تر ۴۰ کلونو زیاته موده یې د هیواد خدمت وکړ، د هیواد د دفاع له پاره وجنګید، یقینا داسې کس غدار نه شي کیدی.»

د پوځ له لوري په اعلامیه کې راغلي دي چې د پوځ د پخواني مشر پر وړاندې د محکمې په پریکړه کې اړینې قانوني چارې په پام کې نه دی نیول شوي.

د پریکړې په هکله غبرګونونه

په پاکستان کې د پرویز مشرف پر وړاندې د محکمې د پریکړې هرکلی هم کیږي او انتقاد پرې هم کیږي. ځینې شنونکي په دې آند دي چې ښایي د دغې پریکړې له کبله به په هیواد کې سیاسي ترینګلتیا ډیره شي. ځیني سیاسي شنونکي دا پوښتنه هم کوی چې د اعدام حکم خو واورول شو، خو عمل کول به پرې ډیر ګران وي.

د محکمې د پریکړې سمبولیک اهمیت

دا لومړی وار دی چې د پاکستان کومې محکمې د پوځ د یوه مشر پر وړاندې دغه ډول سزا اورلي وي او هغه هم د اعدام سزا. لاهور میشته شنونکی احسن رضا په دې نظر دی چې دغه سزا یوازې سمبولیکه بڼه لري. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «پرویز مشرف په دوبۍ کې دی، هغه به بیرته را نه شي. حکومت هم ښایي یوازې د هغې د راوستلو هڅه وکړي. احتمال هم دا دی چې حکومت به په دې معامله کې بې طرفه پاتې شي.»

ځیني کارپوهان بیا وایي چې دا پریکړه ښيې چې د هیواد قضایه قوه د دولت د یوه خودمختاره مټ د ګرځیدو په حال کې ده. په تیرو کلونو کې د پاکستان پر محکمو باندې انتقادونه کیدل چې د اسټبلشمنټ تر تأثیر لاندې دي. کارپوه ایوب ملک وایي چې دغه پریکړه به د پاکستان د سیاست له پاره په اوږد مهال کې پایلې ولري، چې جمهوریت به ورسره غښتلی شي.

Pakistan Ex-Präsident Pervez Musharraf
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د حکومت غبرګون

د محکمې تر پریکړې سملاسي وروسته د پاکستان د حکومت سلاکارې فردوس عاشق اعوان له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت به د دغه پریکړې د قانوني او سیاسي او نورو اړخونو تر اروزولو وروسته خپل غبرګون وښيې.

د تکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «داسې پریکړې چې واټنونه زیات کړې، ویش زیات کړي، ولس او ادارې سره وویشي، د هغې گټه څه ده؟»

پاکستان مسلم لیګ ن، څه وایي؟

د پاکستان مسلم لیګ ن، یوه مشر مشاهد الله خان د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې له حکومت څخه وغوښتل چې د محکمې د دغې پریکړې عملي کول یقیني کړي.

د سیاسي چارو ځینې پوهان وایي چې اسټبلشمنټ اوس هم د پرویز مشرف ژغورل غواړي. خو د بلوچستان سیاستوال عثمان کاکړ له دې خبرې سره موافقه نه دی: «د پاکستان په تاریخ کې په اول وار په ښه شان انصاف شوی دی. زما په آند به اسټبلشمنټ بې طرفه پاتې شي.»

د پاکستان په رسنیو کې او همداشان ټولنیزو رسنیو کې پر دغه موضوع باندې بحثونه لاندې باندې کیږي.

عبدالستار، شمشیر حیدر