1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د پاکستان پولې ته څیرمه ایراني ځواکونه تښتول شوي

۱۳۹۷ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې د دغه هيواد لس امنيتي ځواکونه چې پکښې د سپاه پاسداران غړي هم شامل دي د سه شنبې په ورځ د پاکستان پولې ته څیرمه تښتول شوي دي. د دغي تښتوني مسئوليت د بیلتون غوښتونکي پر ډلي اچول شوی دی.

https://p.dw.com/p/36cPQ
Iran Grenzsoldaten im Südosten getötet
انځور: ISNA

د ایران د سپاه پاسداران بیانیه چې په دولتي تلویزون کې نشر شوي راغلي دي چې د سیستان- بلوچستان ولایت په میرجاوه کې ياغيانو د دوی ځیني غړي تښتولي دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې سپاه پاسداران، د تښتول شوو کسانو شمیر نه دی ښوولی خو تر دې دمخه د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا، د یوه دولتي چارواکي له قوله چې نوم یي نه دی اخیستل شوی رپوټ ورکړی وو چې د سهار د څلورو او پنځو بجو په شا او خوا کې ۱۴ تنه تښتول شوي دي.

د «جیش العدل» په نوم تندلارې ډلې ویاند ابراهیم عزیزي، ویلي دي چې دوی لس تنه یرغمل نیولي دي. دغه ویاند رویټرز خبري آژانس ته په استول شوي یوه غږیز پیغام کې ویلي دي: «نن سهار د جش العدل ځواکونو په میرجاوه کې پر یوې سرحدي پوستې باندې برید کړی او د هغوی ټولې وسلې یې نیولي دي.»

د هغه په خبره دغه برید د هغه اقدام غچ وو چې په سیستان- بلوچستان ولایت کې د سني مذهبه پر وړاندې د ایران حکومت کړی دی.

رویټرز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دوی دغه غږیز پیغام په سیمه کې د یوه فعال په واسطه تر لاسه کړی، خو د هغه د کره والي تائید نه شي کولی.

ایران وایي چې د یاغیانو ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او خبرداری یې ورکړی دی که چیرې اسلام آباد کوم ګام وا نه اخلي نو دوی به یې مرکزونه په نخښه کړي.

سپاه پاسداران په خپله بیانیه کې ویلي دي: «موږ له پاکستانه تمه لرو چې د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې عمل وکړي، چې د ځینو سیمه ایزو دولتونو له لوري یي ملاتړ کیږي او په سملاسي توګه تښتول شوي ایراني ځواکونه آزاد کړي.»

په سپتمبر میاشت کې سپاه پاسداران له پاکستان سره پر پوله څلور یاغیان ووژل چې ویل کیږي پکښې د جیش العدل، دوهم مهم مشر هم شامل وو.

همداشان د ایران نمیه دولتي خبري آژانس ایسنا، د «جیش العدل» ډله په میرجاوه سرحدي سیمه کې د سرحدي ځواکونو په تيښته کې مسئوله ګڼي. دغه کسان د پولې په ۵۰ کیلومترۍ کې د لولکدان په سیمه کې تښتول شوي دي.

ايسنا خبري آژانس په «جیش العدل» پورې منسوب د تیلګرام کانال له قوله رپوټ ورکړی دی چې په میرجاوه کې د هنګ مرزي، سیمې ځواکونه دغې ډلې تښتولي دي.

رویټرز