1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پښتونخوا سره د فاټا د یوځای کیدو قانون لاسلیک سو

۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، هغه قانون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې قبایلي سیمې د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره په یوځای کیدو سره د دې هیواد په سیاسي سیستم کې شاملیږي.

https://p.dw.com/p/2yhy3
Karte Stammesgebiet Pakistan

له افغانستان سره پر پوله پرتې دې سیمه کې اوس مهال شاوخوا پنځه میلیونه انسانان ژوند کوي. تر دې مخکې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یا فاټا یو ځای کیدل د پاکستان د پارلمان د دواړو خونو له خوا هم تائید شوي ول. له دې سره نو په فاټا کې نافظ د انګلسیانو د زماني قانون له منځه ولاړ او تر دې وروسته به په دې سیمه کې پاکستان د نورو سیمو قوانین عملي کیږي.

حسین د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې دغه قانون لاسلیک کړ چې د پاکستان د مسلیم لیګ ګوند د پنځه کلن حکومت دوره هم پای ته رسیږي. پاکستان به د جولای مياشتي پر ۲۵مه نیټه ټاکنې وکړي چې په پایله کې به یې نوې کابینه جوړه شي.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي به د پنجشنبې په ورځ ناوخته له خپلې دندې استعفا وکړي او تر هغه وروسته به موقت لومړی وزیر د دې هیواد چارې پر مخ یوسي.