1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان له پخوانيو جنرالانو سره به حساب وشي؟

۱۳۹۷ مرداد ۱۲, جمعه

د پاکستان سترې محکمې له حکومت څخه د پوځ د پخواني لوی درستیز راحیل شریف او د آی اس آی د پخواني مشر جنرال شجاع پاشا تر هيواد دباندي دندو په هکله سپیناوی غوښتی دی. آیا ستره محکمه به له پخوانيو جنرالانو سره حساب کتاب وکړي؟

https://p.dw.com/p/32ZCn
Pakistan, ehemaliger Stabschef der Armee, General Raheel Sharif und Ex-DG ISI Shuja Pasha

د پاکستان د زیاتره سیاستوالو په آند په دغه هیواد کې حاکمه امنیتي دستګاه اوسمهال ډیره پیاوړې شوې ده او په خبره یي هیڅ کومه اداره ورسره حساب کتاب نه شي کولای. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، سیاستوال عثمان کاکړ د دویچه ویله د اردو څانګي د ځایي خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «په سنا کې د جنرال راحیل د دندې موضوع دوه، درې وارې راپورته شوه. تر کومه ځایه چې زما په یاد دي، حکومت ویلي ول چې په خپله تللی دی او سعودي عربستان او حکومت هغې ته کومه اجازه نامه نه ده ورکړې.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې سترې محکمې د دې موضوع په هکله سپیناوی غوښتی او آیا د دغه جګپوړو چارواکو پر وړاندې به کوم ګام واخیستل شي وویل: «سټیبلمشمنټ، په څرګند ډول په سیاست کې مداخله وکړه او په ټاکنو کې یې لاسوهنه وکړه. آیا د هغوی پر ضد کوم ګام واخیستل شو. دا یوازې تظاهر دی.»

په پاکستان کې د دفاعي چارو شنونکی متقاعد ډګروال انعام الرحیم، هم له عثمان کاکړ سره هم نظره دی: «د قانون له مخې یو دولتي مامور ته له خپلې اړوندې ادارې څخه د اجازې اخیستو اړتیا وي، چې باید په خپله عریضه وړاندې کړي. خو جنرال راحیل کومه عریضه نه ده وړاندې کړې. هغه لومړی سعودي عربستان ته ولاړ بیا یې مرکه وکړه او تر هغې وروسته حکومت اجازه نامه تائید کړه. دا یوازې د یوه جنرال مسله نه ده.»

نوموړی زیاتوي چې جنرال پاشا هم تر هیواد دباندې دنده پیل کړه او جنرال جهانګیر کرامت (د پوځ پخوانی لوی درستیز) تر تقاعد وروسته امریکا متحدو ایالاتو ته ولاړ او هلته یې په یوه فکري بنسټ کې کار پیل کړ.

هغه زیاتوي چې ښایي د دې کسانو پر وړاندې کوم ګام وا نه اخیستل شي. د انعام الرحیم په خبره د پاکستان اردو به سجیل او معلومات وړاندي کړي او کله چې دا کار وکړي نو محکمه به ووایي چې دوی یي له ځوابه مطمین دي. 

د پاکستان د پوځ پخوانيو جنرالانو له هیواده دباندې وظیفو د تر سره کولو په هکله بیلا بیل نظرونه موجود دي. که له یوه اړخه انعام الرحیم وایي چې له تقاعد وروسته له حکومته اجازې اخیستلو ته اړتیا ده، خو شنونکی جنرال امجد شعیب بیا وایي چې تر کوم ځایه د دوه کلن بندیز خبره ده، نو هغوی یوازې د سیاست په برخه کې صدق کوي: «زما په آند دا بندیز په سیاست کې د ګډون کولو په هکله دی. تر کومه ځایه چې د راحیل شریف خبره ده نو حکومت هغه ته اجازه ورکړې وه. محمد بن سلمان [د سعودي عربستان ولیعد] چې کله د دفاع د وزیر په توګه پاکستان ته سفر وکړ، نو د نواز شریف له حکومته یې د راحیل شریف د خدماتو غوښتنه وکړه او حکومت اجازه ورکړه.»

د امجد شعیب په خبره په لومړي سر کې پوځ اجازه نه ورکوله، خو بیا وروسته ورکړل شوه. راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د ۴۱ هیوادونو د ګډ پوځ مشري پر غاړه اخیستې وه.  متقاعد جنرال امجد شعیب زیاتوي چې راحیل شریف په دې شرط دغه دنده اخیستې وه چې دغه پوځ به د کوم اسلامي هیواد پر وړاندې نه استعمالیږي او بله دا چې د دغه پوځ څخه د کار اخیستو په هکله به پریکړه یوازې یو هیواد نه کوي، بلکې په ائتلاف کې د شاملو هیوادونو د دفاع وزیرانو شورا به یې کوي.

د امجد شعیب په خبره راحیل شریف داسې کوم کار نه دی کړی چې محاسبه ورسره وشي: «دا موضوع یوازې هغه خلک راپورته کوي چې داسې فکر کوي د راحیل شریف له لوري د ائتلافي پوځونو مشري به د پاکستان او ایران اړیکي خرابې کړي. پاکستان له ایران او سعودي عربستان دواړو سره اړیکي ښې کړي دي. تهران له هند سره ستراتیژیک تړون کړی دی، پاکستان خو پر دې کوم اعتراض نه دی کړی. همداشان که چیرې پاکستان له کوم بل هیواد سره اړیکي جوړوي نو کوم بل هیواد پرې باید اعتراض و نه لري.» دغه کارپوه دا خبره هم ردوي چې ګنې جنرال پاشا په متحده عربي آماراتو کې کومه دنده اخیستې ده.

عبدالستار، اسلام آباد

زموږ له آرشیف څخه: