1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د پاکستان له پاره د جاسوسۍ کولو په تور یو هندی نیول شوی

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو کار کوونکی په دې تور نیول شوی دی چې د جي ـ۲۰ غونډه په اړه یې پټ معلومات شریک کړي دي. تر دې دمخه د دفاع وزارت یوه ساینس پوه هم د پاکستان له پاره د جاسوسۍ کولو په تور نیول شوی وو.

https://p.dw.com/p/4TmRJ
Symbolbild Indien Indische Polizisten
انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance

په هند کې پولیسو په بهرنیو چارو وزارت کې یو دولتي کار کوونکی د پاکستان له پاره د جاسوسۍ کولو په تور نیولی دی. د دهلي په اطرافو کې د غازي آباد ښار پولیسو د استخباراتې ادارې (آی بي) د معلوماتو پر بنسټ نوین پال، نومې کس نیولی دی.

د چارواکو په خبره نوین پال، د هند په بهرنیو چارو وزارت کې مؤقتي دنده درلوده. اوس له هغه څخه پولیس او استخبارات په ګډه پلټنې کوي.

کیسه څه ده؟

پر نوین پال باندې تور دی چې د جي - ۲۰ سرمشریزي پر جزئیاتو سربیره یې نور سري معلومات هم په پاکستان کي شریک کړي دي.

په دې تړاو په هندي رسنیو کې د چارواکو له قوله چې کوم رپوټونه چې ورکړل شوي دي، نوموړي کس ظاهرا د کراچۍ له یوې اړونده ښځې سره د وټس اپ له لارې سرې معلومات شریک کړي دي.

د چارواکو په خبره د دغه میرمنې له وټس اپ سره تړلې مجازي شمیره د هند د یوه ایالت د بریلې سیمې معلومیده، خو کله چې یې پلټنې وکړې نو د آي پي، ادرس یې د پاکستان د کراچۍ ښار وخوت.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ودانۍانځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

د هند د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا تورن کس ظاهرا د هند اړونده«ځینې سرې معلومات، مهم اسناد او د جي ۲۰ غونډې د ملاقاتونو جزئیات د وټس اپ له لارې په کراچۍ کې له یوه کس سره شریک کړي وو.»

زیاته شوې ده چې د نوین پال له تلیفون څخه ترلاسه شوي اسناد په یوه پټ فایل کې پراته وو.

پولیسو دا هم ویلي دي چې د راجستان یوې ښځې د نوین پال سره مالي راکړه ورکړه هم کړې ده او پلټونکې ادارې د دغه ښځې په لټه کې دي.

د پاکستان له پاره د جاسوسۍ کولو په تور نیونې

د روان میلادي کال په می میاشت کې هندي چارواکو د هند له پاره د دفاعي تجهیزاتو او توغندیو جوړولو یوې مشهورې ادارې ډي آر ډي، یو ساینس پوه هم ظاهرا د پاکستان له پاره د جاسوسۍ کولو په تور نیولی وو. پر دغه کس هم پاکستان ته د پټو معلوماتو د ورکولو تور وو.

صلاح الدین زین، نوی ډیلی