1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د پاکستان له اړخه پر خوست بريد شوی دی»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د خوست چارواکي وایي چي د پولې له هاغاړي د دغه ولايت پر ځينو سيمو باندي توغندي توغول شوي او ملکيان پکښې وژل شوي دي. خو پاکستان لا د افغان چارواکو د دغه ادعا په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی.

https://p.dw.com/p/3Hoi8
Khost Afghanistan Sicherheitslage
انځور: Faridullah Zaher

د خوست د والي مرستیال عبدالوحید پټان دویچه ویله ته وویل چې «تېره شپه د ډيورنډ کرښي له هاغاړي د سپېرې ولسوالۍ د میر څپر سیمي پر درو کليو توغندي توغول شوي دي.»

پټان وایي، تر اوسه د برید له سیمې د ملکي خلکو پنځه جسدونه او ۸ ټپیان ترلاسه شوې دي او ممکن مرګ ژوبله ډېره وي، خو د تلفاتو په اړه جزيات به وروسته په ډاګه کړي.

د خوست د والي مرستیال وایي، په سیمه کې د افغان ځواکونو توپچي قواوې ځای پرځای شوې دي او که له هاغاړي بیا برید وشي، افغان ځواکونه به سخت ځواب ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته د بیړنیو مرستو ټیمونه او لومړنۍ مرستې هم رسیدلې دي.

د افغان چارواکو له خوا د افغانستان په خاوره د بریدونو خبر وروسته له هغې ورکول کیږي چې پاکستان تیره ورځ ویلي وو چې د شمالي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له خاورې یاغیان وراوښتي او د دوی درې امنیتي ځواکونه یې وژلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پيښې په تړاو په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت شارز دافیر د احتجاج له پاره وربللی وو.

د سپیرې ولسوالۍ ولسوال محمد اعظیم بيا وایي چې برید پر ملکي کلیو شوی دی او پاکستاني عسکرو څلور کلي، سره ډنډه، پوړه، پڅه میله او کاڼي کلي تر برید لاندې نیولي ول، چې اوس برید دریدلی دی.

د سپیرې ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالرحیم ګل دویچه ویله ته د تیلفون په لیکه وویل، د ډيورنډ کرښي له هاغاړي د سپیرې ولسوالۍ د میرڅپر کلي په نخښه شوي دي.

هغه وويل: «کوم معلومات چې موږ ترلاسه کړي دي، د برید لاندې نیول شوي کلیو خلکو نږدې ځایونو کې د غرونو نارو درو ته کډې کړې دي او بله اندښنه شته، چې هلته به مرګ ژوبله ډېره رامنځته شوې وي.»

دا چي بريدونه چا کړي دي تر اوسه پوري روښانه نه ده، خو ځايي خلک او ځيني چارواکي يې پړه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو باندي اچوي. پاکستان تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.

سپېره د خوست غرنۍ ولسوالي ده او میرڅپر بیا ډيورنډ کرښې ته څيرمه پرته سیمه ده، چې د کتوونکو په باور له امنیتي پلوه یوه ستراتیژیکه سیمه بلل کیږي او د میرڅپر له لارې خوست، پکتیا او پکتیکا د امنیت له پاره مهمه بلل کیږي.

ف.ظ.