د پاکستان سنا ته د لومړي ځل له پاره هندو میرمنې لار موندلې
۱۳۹۶ اسفند ۱۳, یکشنبهد پاکستان د خلکو ګوند یا د «پاکستان پیپلز پارټي» غړې کریشنا کومار د پاکستان سنا ته بريالۍ سوې ده. نوموړې د هندو دين له هغه ذات سره تړاو لري چي ورته د نه لمس وړ ذات هم ويل کيږي. خو د دې ذات غړو په پاکستان او ګاونډې هیواد هندوستان کې په دې وروستیو کې ځیې بریاوې خپلې کړي دي.
په ورته وخت کې مولانا سمیع الحق، څوک چې د یو شمیر طالب مشرانو لارښود ګڼل کیږي، بیا په دې ټاکنو کې له ماتې سره مخ شوی.
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې سخت دریځې ډلې په دې توانیدلې چې پراخ لاریونونه تنظیم کړي، خو دوی بیا تر ډیره په دې نه دي توانیدلي چې خپل سیاسي نفوذ په ټاکنیزو بریاوو بدل کړي.
د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۳يمه نېټه) د پاکستان د ملي او څلورو ایالتي اسمبلیو «ولسي جرګو» وکیلانو د سنا د ټولو ۱۰۴ غړو څخه د نيمايي غړو له پاره رايي واچولې. د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا د کار دوره شپږ کاله وي.
بل لوري ته له واکه لیرې شوي د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ګوند د پاکستان د پارلمان په مشرانو جرګه یا سنا کې ۳۳ څوکۍ ګټلي او په دې توګه یې اکثریت خپل کړی دی.
ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه، یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: