1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ديني مدرسو د کرونا تدابير تحريم کړل

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

د پاکستان د اسلامي مدرسو لويي اتحاديې د کرونا د دوهمي څپې پرمهال د ټولو روزنيزو تأسيساتو د تړلو حکومتي اوامر تحريم کړي دي. د «وفاق المدارس العربيه» دغي اتحاديې ويلي دي چي حکومت له دوی سره په دې باب هيڅ مشوره نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/3loHS
Pakistan Darul Uloom Haqqania Seminar
انځور: Abdul Majeed/AFP

د «وفاق المدارس العربيه» اتحاديې مشر محمد حنيف جلاندري دغه خبره پرون سه شنبه (د نومبر ۲۴ مه) پاکستاني رسنيو ته کړې ده. په دې خاطر به د دوی د اتحاديې ۱۰۰۰۰ ديني سمينارونه او ۲۳۰۰۰ مدرسې د حکومتي اوامرو مطابق د نومبر د ۲۶ مي څخه د جنورۍ تر لسمي پوري ونه تړل سي.

د يو تعداد کارپوهانو په نظر ددغي اتحاديې اکثره تأسيسات د ديوبندي غورځنګ په سخت محافظه کارانه او افراطي حرکت پوري اړه لري. په نولسم قرن کي د هندوستان په ديوبند کي تأسيس سوي دغه غورځنګ ته د پاکستاني او افغان طالبانو د مذهبي او معنوي رهنما په سترګه کتل کيږي.

Pakistan Akora Khattak | Darul Uloom Schule
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

په اوس وخت کي پر پاکستان باندي هم لکه په نوره نړۍ کي د کرونا دوهمه څپه روانه ده. تر ټولو بيا د سند ايالت او د هغه مرکز کراچي ډير ورسره مخامخ دی. ځکه نو د دغه ايالت حکومت د کرونا ويروس څخه د محافظت په خاطر يوه سلسله عاجل تدابير وضع کړل.

په پاکستان کي يوازي تيره دوشنبه ورځ (د نومبر ۲۳ مه) د ۲۴ ساعتونو په جريان کي ۲۹۵۴ تنه په کرونا ويروس اخته سوي دي. د کرونا وبا د شيوع څخه بيا تر اوسه پوري په ټول پاکستان کي ۳۸۰۰۰۰ کسان په کرونا اخته سوي، چي په صحي ادارو کي ثبت سوي دي. په دغه موده کي تر ۷۷۰۰ اضافه کسان ورڅخه مړه سوي هم دي.