1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان د پوځ چورلکې سقوط کړې؛ ۶ عسکر وژل شوي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د پاکستان په سويل لويديځ کې د دغه هیواد یوه پوځي چورلکه راغورځدلې چې شپږ پوځيان پکې وژل شوي دي. پوځ د دوشنبې په ورځ وويل چې په وژل شوو کې دوه افسران چې داوړه ېې پيلوټان دي، هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4HKuO
Pakistan MI-17 Hubschrauber
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه پوځي چورلکه د پرواز پر مهال په بلوچستان ایالت کې راغورځېدلې ده. خبري آژانسونه وايي چې دا پېښه د يکشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.

د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي: «یوه چورلکه چې  د یوه پرواز ماموریت پر مهال وه شپې ناوخته ېې سقوط وکړ چې د دوو پوځي مشرانو په ګډون شپږ پرسونل» په کې وژل شوي دي. وژل شوي دوه پوځي مشران پيلوټان ښودل شوي دي.

په اعلاميه کې د چورلکې د غورځېدو دليل او د چورلکې د ماډل په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

زیاته شوې چې الوتکه د بلوچستان ايالت د خوست په نوم يوه کوچني ښارګوټي کې چې د افغانستان او ایران سره پر پولو پروت دی، راغورځېدلې ده.

کومه سېمه چې دغه چورلکه پکې راغورځېدلې په وروستیو سېلابونو کې د ځپل شوو سیمه څخه نه ده.

دا په شا او خوا يوه مياشت کې د پاکستان د پوځ دوهمه څرخي الوتکه ده چې راغورځيږي. د اګست مياشتې په اوایلو کې هم د پاکستان پوځ يوه چورلکه چې په سېلاب ځپلو سيمو کې ېې د مرستو ماموریت ترسره کاوه، سقوط یې وکړ. په هغه پېښه کې د پاکستان د پوځ د يوه لوړپوړي چارواکي په ګډون شپږ سرتيري وژل شوي ول.

روان کال پاکستان سختو سيلابونو ځپلی دی، په ځانګړې توګه ېې په سيند او بلوچستان ایالتونو کې ډير ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په دغو سيلابونو کې چې پوځ هم په کې مرسته کوي، له ۱۶۰۰ څخه ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په دې ډله کې ۳۲۳ ېې په بلوچستان ایالت کې مړه شوي دي.

آ/م.ک.ص./ب.ص.