1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا د اړیکو د لا ترینګلتيا امکان؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر د امریکا د نوم اخیستو پرته ادعا کړې ده چې «د ده د حکومت پر ضد توطیه هغه چا کړې» چې پاکستان یې د یوې تلیفوني اړیکې په واسطه کنترول کړی وو. آیا دا به د دواړو هیوادونو اړیکي خرابې کړي؟

https://p.dw.com/p/49Etm
 Imran Khan
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د امریکا متحده ایالاتو د نوم اخیستو پرته ادعا کړې «چې د ده د حکومت پر ضد توطیه هغه چا کړې چې پاکستان یې د یوې تلیفوني اړیکې په واسطه کنترول کړی وو.» ځيني انتقاد کوونکي په دې آند دي چې عمران خان، په دې سره تور پر متحده ایالاتو پورې کړی دی او په دې سره به د دواړو هیوادونو (پاکستان او امریکا متحده ایالاتو) ترمنځ اړیکي لانجمني شي او د پاکستان اقتصادي ګټو ته به سخته ضربه ورسیږي. ځیني انتقاد کوونکي وایي چې د سفارتي چارو په هکله د ولس پر وړاندې داسې څرګندوې مناسبې نه دي. خو ځیني بیا په دې نظر دي چې په اخلاقي ډول د لومړي وزیر دریځ سم دی.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان پر پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف، دا تور پورې کیږي چې هغه د یوه جګپوړي امریکایي چارواکي په یوه تلیفوني اړیکه د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره بدله کړې وه. پاکستان له ۱۹۹۶م کال څخه د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې پورې د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او یو له هغو درو هیوادونو څخه وو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی وو.

خو دلته د دې خبرې وضاحت اړین دی چې بریتانوي خبریال اووین بینټ جونز او د چیټم هاوس او کمیبرج پوهنتون څخه د فرزانه شیخ په یوه کتاب کې یادونه شوې ده چې د سپتمبر پر ۱۲مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات مرستیال رچرډ آرمیتیج، هغه مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر جنرال محمود سره په واشنګټن کې ملاقات کړی وو. ویل شوي دي چې هغه مهال چې جنرال محمود په تصادفي ډول په واشنګټن کې وو ورته دا پیغام ورکړل شو چې اسلام آباد دې د طالبانو او امریکا ترمنځ یو غوره کړي. کله چې دا پیغام جنرال مشرف ته ورسول شو، نو هغه له امریکا سره د دریدو پریکړه وکړه.

عمران خان د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د یوې وینا په ترڅ کې یو ځل بیا د خط د توطیې یادونه وکړه او ادعا یې وکړه چې د ده پر ضد توطیه کې بهرنۍ پیسې کارول کیږي. عمران خان وویل چې خپل متحدین به یو یو، په نوبت سره راوغواړي او دا خط به ورته وښيې. په اصل کې عمران خان په عام محضر کې د خط د جزئیاتو له وړاندې کولو څخه ډډه کړې ده.

Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په سفارتي چارو کې داسې څرګندونې مناسبې نه دي

د دفاعي چارو شنونکی جنرال امجد شعیب، وایي چې د امریکا پر ضد د پاکستان شکایت پر ځای دی، خو په سفارتي چارو کې داسې په ښکاره ډول څرګندونې نه کیږي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي: «موږ ته په دې هکله فکر کول په کار دي چې د اقتصاد د چلولو له پاره د نړیوالي مالي ادارو مرستو ته اړتیا لرو. اروپا او امریکا زموږ د توکو لوی مارکیټ دی. که موږ له هغوی شکایت لرو، نو هغه باید په یوه سفارتي بڼه وکړو. داسې په عام محضر کې ویل په هیڅ ډول مناسب نه دي.»

د جنرال امجد په خبره د پاکستان او امريکا متحده ایالاتو اړیکي لادمخه ښې نه دي: «پخوا یوه خبریال د پوځي اډو په هکله پوښتنه مطرح کړې وه، عمران خان په ځواب کې ویلي وو چې هیڅکله نه. خو داسې ویل کیږي چې اوس امریکا د دې غوښتنه نه ده کړې او کله چې داسې غوښتنه وکړي، نو دا موضوع به پارلمان ته وړاندې کړو. خبره په داسې ډول کول په کار وي چې موږ ته کومه ستونزه جوړه نه شي او څوک خفه هم نه شي. داسې اندېښنه شته چې دا ډول څرګندونې به د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکو کې نوره ترينګلتيا رامنځ ته کړي.»

خو په پاکستان کې ځینې کړۍ د هیواد د ګټو په خاطر د عمران خان، څرګندونې ستایي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان وایي چې عمران خان، د ولس په خبرولو سره سم کار کړی دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي: «کوم ولس چې عمران خان ټاکلي، عمران خان د هغوی پر وړاندې ټول مسایل کیښودل. امریکا په پاکستان کې یو لاسپوڅی حکومت غواړي، چې د نویمې لسیزې په څیر له امریکا ویریږي. خو عمران خان د ډاریدو نه دی او کله به د خپل هیواد له ګټو څخه دفاع وکړي.

د شمشاد احمد خان په خبره، دا سمه ده چې د پاکستان او امریکا اړیکي ښې نه دي «خو د دې علت پاکستان یا عمران خان نه دی، بلکي پخپله د امریکا تګلارې دي، چې هند یې په لومړیتوبونو کې راځي نه پاکستان. امریکا باید په دې پوهه شي چې له یوه هیواد سره دوستي دا مطلب نه دی چې له بل سره دي دښمني وي.»

عبدالستار، اسلام آباد

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب