1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاندمي او اقتصادي رکود باوجوده زياتي وسلې پلورل شوي

۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبه

د کرونا پاندمي او د نړیوال اقتصادي رکود باوجوده بيا هم د وسلو په نړيوال تجارت کي پراختيا راغلې ده. »سيپري« موسسې د وسلو د تجارت په تړاو د ۲۰۲۰ کال خپل راپور خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/43u2j
VAE Kampfjet Rafale
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet

په سویدن کي «سیپري» نومي موسسې په ۲۰۲۰ کال کې د وسلو د پير پلور پر شمیرو ولاړ خپل راپور نشر کړی دی. دغه موسسه هر کال دا ډول يو راپور خپروي.

د ۲۰۲۰ کال په راپور کي راغلي چې د کرونا، قرنطین او تجارت په ټپه دریدو په موده کې د وسلو تجارت نه یواځي دریدلی ندی بلکی حتی وده یې کړې ده. د امریکا د وسلې جوړولو ستر شرکتونو «لاک هید مارتین» او جنګي جيټ الوتکو د تیر کال د وسلو او جنګي تجهیزاتو د خرڅلاو له امله ۵۳۱ ملیارده ډالره تر لاسه کړي دي. دا شمیر د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱،۳ سلنه لوړ دی.

دا راپور چې په استکهلم کې د سیپري په نوم د سولې تحقیقاتي مرکز خپور کړی دی وايي: «په داسی حال کې چې تیر کال د نړۍ اقتصاد د کرونا د خپریدو له وجی ۳ سلنه راټیټ شوی وو د وسلو بازار خورا تود وو.»

د دغه راپور پر بنسټ دا شپبږم کال دی چې په نړۍ کې د وسلو د پلور کچه تر پخوا زیاته لوړه ده. تیر میلادی کال کې د وسلو د پېر او پلور شرکتونو د ۲۰۱۵ کال په پرتله پنځه سلنه زیاتي وسلې خرڅي کړي دي. سیپري په ۲۰۱۵ کال کې د وسلو د تجارت چینایي شرکتونه هم په خپل راپور کې شامل کړي دي.

د دغه راپور په جوړولو کې په نړۍ کې د وسلو جوړولو شرکتونو د کلنیو راپورونو او او تخصصي مقالو نه ګته اخیستل شوې ده.

Infografik SIPRI Top 6 Export Countries EN

په نړۍ کې د وسلو جوړولو شرکتونه د څه د پاسه یو سلنه ګټې په لرلو سره سره بیا هم ګیله من دي چې ګنې د کرونا د خپرېدو له وجې د پلورل شویو وسلو په انتقال کې ځنډ پيښ شوی دی.

د سیپري راپور یو جوړونکی وایي : « نړیوال وسله جوړونکي ستر شرکتونه وسلو ته د دولتونو د اړتیا په خاطر «د کرونا له وجې له ماتې نه» خوندي ساتل شوي دي.»

الکساندر مارک اشتاینر په وینا د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې پوځي مصارف لوړ شوي دي. ډیریو هیوادونو بیا د پوځي صنایعو لپاره بودجه لوړه کړې ده، تر څو د کرونا له وجې د رامنځته شوي منفي بحران کچه راټیټه کړي.

په ۲۰۲۰ کال کې د وسلو شپژ لوی پیرودونکي هیوادونه

آمریکا، چین او بریتانیا درې لومړنی هیوادونه

 د نړۍ د سلو غټو وسلو جوړونکو شرکتونو نه ۴۱ یې په امریکا کې پراته دي. دغو شرکتونو په ۲۰۲۰ کال کې په مجموعي ډول د وسلو د خرڅلاو له لارې ۲۸۵ ملیون ډالره تر لاسه کړي دي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱،۹ سلنه لوړ والی ښیی. په دې ډول امریکایي وسله جوړونکي شرکتونه تر نورو هغو څو ګامه وړاندي دي.

Schweiz | Ein Lockheed Martin F-35 Lightning II Kampfjet
انځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

«لاک هید مارتین » د ۸۵ ملیارده دالرو په لاس ته راوړلو سره د نړۍ تر تولو غټ وسله پلورونکی شرکت شمیرل شوی دی.

په دوهم قطار کې د «ری تیون» شرکت د ۳۷ ملیارد دالرو په ګټلو سره دوهم او د بويينګ شرکت ۳۲ ملیارد دالرو په ګټلو سره دریم مقام لري.

چینایی شرکتونه هم د وسلو د خرڅولو په بازار کې دوهم ځای لري

 ۵ چینایی وسله پلورونکي شرکتونه چې د سیپري په راپور کې هم ذکر شوي دي په ۲۰۲۰ کال کې يې د ۶۷ ملیارده دالرو په ارزښت وسله پلورلې ده.

دا شمیره د نړۍ د وسله پلورلو دکاروبار ۱۳ سلنه شمیرل کیږي.

بریتانیا په دغه بازار کې دریم ځای لري

د آلماني شرکتونو د عایداتو وده

د سیپري په لیست کې څلور آلماني شرکتونه هم ځای لري چې په مجموعي ډول یی په ۲۰۲۰ کال کې ۹ ملیارده دالرو په ارزښټ وسله خرڅه کړې او په دې صورت یې د ۲۰۱۹ په پرتله ۱،۳ سلنه وده درلودلې ده.

د «راین متال» نومي المانی وسله پلورونکی شرکت په ۲۰۲۰ کال کې پنځه سلنه وده درلودلې ده.

Infografik SIPRI Waffenverkäufe Veränderungen in Prozent EN

خو د «ټیسن ګروپ» کښتۍ جوړونکی شرکت بیا وایي په ۲۰۲۰ کال کې د وسلو د پلورلو په برخه کې د تیر په پرتله له۳.۷ سلنه کموالي سره مخ شوی دی.

د نړۍ د ۱۰۰ غټو وسله پلورونکو شرکتونو په ډله کې ۲۶ اروپایي شرکتونه هم شته دي

روسیه، اصلي بایلونکی

روسیی تیر کال د خپلو سیالانو په پرتله کمه وسله پلورلې ده. په سیپري لیست کې د نهو روسي کمپنیو نومونه شته دي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې په مجموعي ډول ۲۶ ملیارد و ۴۰۰ ملیون دالرو په ارزښټ وسله پلورلې ده

اسرائیل، جاپان او هند

په دغه لیست کې درې اسراییلې شرکته هم شته دي چې په مجموع کې یې تېر کال لس ملیونه ډالره وسله خرڅه کړې ده.

همدا رنګه هندي وسله پلورونکي شرکتونه هم د سیپري په لیست کې شته دي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې کارو بار ۱،۷ وده کړې ده. دا له دې وجې چې هند دولت په ۲۰۲۰ کال کې د داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره بهرنیو وسلو پيرودل منع کړي ول.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: