د پارلماني ټاکنو لومړۍ شېبې په انځورونو کي
د افغانستان پارلماني ټاکنې پر امنیتي ګواښونو سربیره پیل شوې. د ځينو امنيتي پيښو خبرونه هم ورکړل شوي دي خو چارواکو ډيري کوچنۍ بللي دي.
په افغانستان کې پارلماني ټاکنې پیل شوې. خلک د رای ورکولو په مرکزونو کې په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي. طالبانو ګواښ کړی چې د رای ورکولو په مرکزونو به بریدونه وکړي.
د افغانستان په دوو ولایتونو غزني او کندهار کې د شنبې په ورځ ټاکنې نه تر سره کیږي. په کندهار کې د یوې اوونۍ له پاره ټاکنې ځنډول شوي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې رای ورکولو پر مهال وویل چې دوهم مرستیال یي استاد دانش د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال خان او بیګ صاحب مصروف دي چې د غزني د انتخاباتو تاریخ په مشوره ترتیب کړي.
په کابل کې یو معلول هم د رای ورکولو مرکز ته ورغلی څو خپله رای ورکړي.
دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې له بایو میټرک آلو څخه کار اخیستل کیږي، څو په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو مخنیوی وشي. خو دغه سیستم په آفلاین ډول کار کوي او د رای ورکولو پر مهال دا نه شي معلومولی چې آیا رای ورکوونکي تر دې دمخه هم په بل مرکز کې رای کارولې که نه.
په کابل کې د رای اچونې د یوه مرکز مخې ته خلک په کتار کې ولاړ دي او د رای ورکولو مرکز ته د ننوتلو پر مهال یي تالاشي کیږي.
په ټول هیواد کې د پارلماني ټاکنو له پاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او څه د پاسه ۵۰ زره امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت په موخه ګومارل شوي دي.
د افغانستان ولایتونو ته د ټاکنو کمیسیون د رای صندوقونه او نور اړونده توکي استولي دي. دا هم په کابل کې د رای د ټاکنو کمیسیون یو کارکوونکی د رای ورکولو صندوق مرکز ته وړي.
د رای ورکولو مرکزونه د سهار له اوو بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پرانیستي دي. لا تر اوسه د کومې ناوړې پيښي رپوټ نه دی ورکړل شوی.