د پارلماني ټاکنو انځورونه
د پارلماني ټاکنو انځورونه
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې هم رای ورکوونکي د یوه مرکز مخې ته د خپلې رای ورکولو له پاره انتظار باسي.
په افغانستان کې تر۲۰۱۰م کال وروسته د لومړي ځل له پاره پارلماني ټاکنې تر سره کیږي. دغه انځور هم په ننګرهار ولایت کې د رای ورکولو د یوه مرکز دی.
په ننګرهار ولایت کې تر دې دمه د ټاکنو په بهیر کې د کومې ناوړې پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.
دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د رای ورکولو پر مهال بایو میترک سیستم کارول کیږي. خو په ځینې ولایتونو کې په دې برخه کې ستونزې شته. د بايومټريک آلاتو له لاري د رای ورکوونکو د ثبتولو پر سر ګډوډي، او د ځينو ټاکنيز مرکزونه پر وخت نه پرانيستل او د ټاکنيزو توکو کمښت ډېر رای ورکوونکي قهرولي دي.
په ننګرهار کې یو کس د خپلې رای کارولو وروسته
د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د رای ورکولو غرفې ته له ځانه سره د تلیفون پر وړلو بندیز دی.
د ننګرهار والي حیات الله حیات، د رای ورکولو په یوه مرکز کې
په پارلماني ټاکنو کې په یو شمیر ولایتونو کې ښځو هم پراخ ګډون کړی دی
په بامیان ولایت کې هم خلک د خپلې رای کارولو له پاره انتظار باسي.
په زابل ولایت کې خلک د رای ورکولو په یوه مرکز کې راټول دي.