1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټرمپ پخواني وکيل پر خپل جرم اعتراف وکړ

۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبه

ولسمشر ترمپ ته ډير وفادار بلل کيدونکی مدافع وکيل مايکل کوهن د پلټونکې ډلې سره يوې هوکړې ته تر رسيدو وروسته په محکمې کې خپل جرم منلې دی. پر نورو سربيره د لوڅو فلمونو يوې کارکوونکې ته د پېسو د ورکړې قضيه هم دلته مطرح ده.

https://p.dw.com/p/33XCz
USA - Ermittlungen zur Russland-Affäre - Trumps Ex-Anwalt Michael Cohen
انځور: Reuters/B. McDermid

د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ پخواني وکيل مايکل کوهن، په محکمه کې د مالیې د درغليو او د غير قانوني لارو د انتخاباتي کمپاین په تمويل کې د لاس درلودو له کبله پر خپل جرم اعتراف کړی دی.  کوهن د اقامې دعوې پر ترڅ کې پر هغه لگول شوي اته تورونه ومنل چې پنځه یې د ماليې د درغليو او دوه د انتخاباتي کمپاین د مالي تمويل له قوانينو څخه د سرغړونو په اړه ول.

دوو ښځو ته د چپ پاتيدو بيه ورکول

د نيويارک په منهيتن سيمه کې په يوه فدرالي محکمه کې کوهن دا اقرار هم وکړ چې هغه دوو ښځو ته یې چې د دوی په خپله وينا یې له ترمپ سره جنسي اړیکې درلودلې، ۱۳۰ زره او ۱۵۰ زره ډالر په دې موخه ورکړې چې دوی دغه خبره له ځان سره وساتي.

مايکل کوهن په مات غږ وويل چې دې ښځو ته د پېسو ورکړه چې يوه یې د لوڅو فلمونو کارکوونکي ستورمي دانيل او  بله د « Playboy» مجلې ماډله کارين دگلاس ده، د يوه «کانديد» په غوښتنه په دې موخه ترسره شوې چې د انتخاباتو په ترڅ کې یې شهرت ته زيان ونه رسيږي.

د کوهن اعتراف په دې معنا واخيستل شو چې د دغه «کانديد» څخه د هغه مقصد يوازې دونالد ترمپ کيدلای شي.

USA Stormy Daniels nach einer Anhörung in New York
د لوڅو فملمونو کارکوونکې ستورمي دانيلز د محکمې پر لورانځور: Imago/UPI Photo

د ترمپ د دې پخواني وکيل دا معلومات دې ته اشاره کوي چې دی د هغو معلوماتو په ډاگه کولو ته هم چمتو دی چې  د څو کالو په اوږدو کې یې راټول کړي دي. د دې په بدل کې ښايي هغه ته کمه جزا ورکړل شي. د رسنیو په حواله په منهيتن کې محکمې ته تر حاضريدو د مخه نوموړی د څارنوالۍ سره پر خپلو جرمونو د اعتراف په هکله يوې هوکړې ته رسيدلی وو.

د قاضيانو په حواله کوهن د زيات نه زيات ۶۵ کالونو د بند  سزا د گواښ سره مخامخ دی. محکمه به خپله پريکړه د دسمبر پر ۱۲ نيته اعلانوي. خو د رسنيو په حواله د يوې هوکړې په نتيجه کې یې جزا ښايي حد اکثر پنځه کاله بند واورول شي.

«د ناسمو کارونو له پاره وړ سړی»

د امريکا د فدرالي پوليسو ايف بي آيي کارکوونکو لا په اپريل مياشت کې د کوهن دفتر او شخصي کور تلاښي کړی وو او په پراخه کچه یې اسناد او معلومات ترلاسه کړي ول. کوهن تر همدا څو مياشتې مخکې پورې د ترمپ سره کار کاو چې موده يې کابو لسو کالونو ته رسيږي. دی د ترمپ  «جارو کش» بلل کيده او د پردې تر شا یې ټول نامناسب او ناسم کارونه ورته سمول.

نوموړي وکيل په ماضي کې تل د ترمپ په مقابل کې ډيره وفاداري ښووله او ويل  یې چې چمتو دی د  «ولسمشر له پاره پر سينه مرمۍ هم وخوري.» خو يو څو مياشتې مخکې دې ۵۱ کلن وکيل چې کورنۍ او اولادونه هم لري، له ترمپ څخه فاصله ونيوله. ده په يوه مرکه کې وويل چې «تر ټولو زيات خپلې کورنۍ او خپل هيواد ته وفادار دی.»

rtr,afp, ap, dpa (B.S/S.M)