د ټایوان د استخباراتو يوه مامور څه کړي؟
۱۳۹۸ مرداد ۱, سهشنبهد ټایوان د ولسمشرۍ دفتر ویلي دي چې د دې هیواد د امنيتي سازمان (ان. اس. بي) مشر پینګ شینګ شو، د دوشنبې په ورځ د یادې پیښې د مسئولیت د منلو ترڅنګ خپله استعفا هم وړاندې کړې ده. د ټایوان د ګمرکاتو ادارې ویلي دي چې د ټایوان د استخباراتي ادارې یو کارمند غوښتل چې د وي آی پي (د ځانګړي پروټوکول) له قطار څخه په ګټه اخیستنه، شاوخوا ۹۸۰۰ کارتنه سګرټ قاچاق کړي.
د ټایوان د استخباراتي سازمان نوموړي اجنټ یا کارمند دغه سګرټ په ټایوان کې د انترنت له لارې رانیولي وو او بیا یې د دې هیواد په هوايي ډګر کې په یوه ګدام کې ساتلي وو.
نوموړي غوښتل چې د وي. آی. پي قطار څخه په ګټه اخیستنه دغه سګرټ له ګمرک کولو پرته بهر ته قاچاق کړي. د ځايي رسنیو په حواله د دې پیښې په هکله دې هیواد په پارلمان کې د اپوزیسیون یوه غړي چارواکو ته معلومات ورکړي دي.
د ټایوان د ولسمشرې دفتر ویلي دي چې ولسمشره د یادې پیښې له کبله «شوکه او په غوسه» شوې ده او دا چې د دې پیښې د پلټنې امر یې کړی دی. سربیره پر دې، ولسمشري د دوشنبې په ناوخته پر فسبوک هم یوه اعلامیه خپره کړې او د عامو خلکو انتقادونه یې پرځای کار ګڼلی دی. د ټایوان ولسمشري ټسای چې غواړي راتلونکی کال یو ځل بیا د دغه مقام له پاره نومانده کړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «موږ په ژوره توګه پر [دغه راز] کارونو فکر وکړو څو دا نوع رسوايي بیا تکرار نه شي.«
د ټایوان د ګمرکاتو د قانون په رڼا کې یو کس تر پنځو کارتنو پورې سګرټ انتقالولی شي چې له دې ډلې یوازې یو کارتن یې له مالیې ورکولو معاف وي. زیاته شوې چې د یادو ټولو سګرټو ارزښت شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.
AFP /KH-NZ