د ټاکنیزو کمیسیونو پر غړو له دندې د ناوړه استفادې تورونه
۱۳۹۷ بهمن ۲۴, چهارشنبهویل شوي دي چې پر کمیشنرانو باندې له خپلو صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې پورته کولو تور لګول شوی دی. د لوی څارنوالي له خوا په يوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د ټاکنو د خپلواک کميسیون پر اوو غړو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر پنځو غړو باندې د سفر بندیز هم لګول شوی دی.
تر دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي ویلي وو چې د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو غړي سملاسي له دندې ګوښه دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ د ټاکنو تعدیل شوی قانون توشیح کړ.
د ټاکنیزو کمیسیونونو پر چارواکو او بیا په ځانګړې توګه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر غړو باندې د اکتوبر میاشتې تر پارلماني ټاکنو وروسته ډیرې نیوکې شوې دي چې نه دي توانیدلي خپلې دندې په سمه توګه پر مخ یوسي. لا تر اوسه پورې هم د ټولو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.
د دوشنبې په ورځ ناوخته د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې د ولسمشر غني پر حکومت باندې په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د لاس وهنې تور لګول شوی وو. په بیانیه کې راغلي وو چې دغه شان لاسوهنه د افغانستان له پاره ډیرې خطرناکې پایلې لرلی شي چې کیدای شي تر ټاکنو وروسته کړکیچ رامنځ ته کړي او هیواد یو ګډوډۍ پر لور یوسي.