1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمېسيون: رايي شمېرنه به دوام ومومي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۲۸, چهارشنبه

ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمېسيونه څخه وغوښتل چي د جوزا مياشتي د ۲۴ نېټې د ټاکنو رايي شمېرنه دي بنده کړي. هغه وايي چي په ټاکنو کي ډېري درغلۍ سوي دي. خو د ټاکنو کمېسيون وايي چي دوی خپل قانون لري.

https://p.dw.com/p/1CL7X
انځور: Getty Images

عبدالله نن په کابل کي (۲۰۱۴ کال د جون ۱۸) په يوه بېړني خبري کنفرانس کي اعلان وکړ چي تر هغه وخته پوري چي د دوی پوښتنو ته ځواب ويل سوي نه وي د ټاکنو له کمېسيون سره يې خپلي اړيکي ځنډولي دي.

هغه دغه راز وويل چي خپلو ټولو څارونکو ته يې لارښوونه کړې ده چي د ټاکنو له کمېسيون څخه ووځي: «همدا اوس له دغه ځايه څخه اعلان کوم، په دې سبب چي زموږ مشروع غوښتنو ته جواب ويل سوی نه دی، موږ د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيونونو باندي باور نه لرو. موږ سره له همدا اوسه خپلو څارونکوته وايو چي خپله څارنه بنده کړي.»

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وياند نور محمد نور له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي له دواړو کانديدانو سره داسي موافقه سوې ده چي د ټاکنو پايلي به مني: «د ټاکنو خپلواکمېسيون خپل قانون لري او د هغه په چوکاټ کي کار کوي . ولسمشرۍ ته د کانديد عبدالله ټولو پوښتنو ته جوابونه ويل سوي دي.»

نور زياته کړه: «دلته نړيوال څارونکي موجود دي او د رايو شمېرنه به دوام ومومي.»

عبدالله وويل چي و درو غوښتنو ته يې رسېدگي سوې نه ده. لومړی د انتخاباتو کمېسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخېل د دندې ځنډول ول چي د انتخباتو کمېسيون وويل د امرخيل د دندي ځنډولو له پاره هيڅ دليل موجود نه دی.

د عبدالله دوهمه غوښتنه دا وه چي د ټاکنو کمېسيون د اوو ميليونو رايو ورکوونکو په اړه معلومات ورکړي، ځکه دی وايي چي د رايو ورکوونکو شمېر تر هغه کم وو چي کمېسيون اټکل کړی دی.

د عبدالله دريمه غوښتنه دا وه چي کمېسيون پر هغو درغليو باني چي د رايو ورکولو په يو شمېر مرکزونو کي تر سره سوي دي ولي پټه خوله پاته دی.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني بيا وايي چي د ډاکټر عبدالله خبري تر وخت دمخه دي او دوی لا تراوسه پوري شکايتونو ته د رسېدگۍ پروسه پيل کړې نه ده.

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بې طرفه وو او بې طرفه به پاته سي، موږ لکه په لومړي پړاو کي ټولو شکايتونو ته په شفاف ډول رسېدگي وکړه او اوس به هم په هغه شان ترسره کيږي. دا تر وخت مخکي خبره ده چي ډاکټر عبدالله د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره د خپلو اړيکو د قطع کولو خبره کوي.»

له خوا بيا ولسمشرۍ ته د بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی وياند د عبدالله د نن ورځي د خبرو په اړه په کابل کي د دويچه ويله خبريال ته وويل چي ډاکټر عبدالله بايد په دغسي حساسو شرايطو کي احساساتي نه سي: «ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله بايد د درغليو موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته پريږدي چي هغوی يې وڅېړي. عبدالله بايد قانون ته غاړه کښېږدي او پريږدي چي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له خوا د درغليو په اړه شکايتونو ته رسېدگي وسي.»