1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

له آلمانه تر اسلامي دولت پورې: د کریستیان سفر

ایستر فیلدین
۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

د زبینه لپه، له پاره کریستین د خوبونو ماشوم وو. خو د هغې زوی د داعش ترهګر شو او په سوريه کې ووژل شو. دغې غمجنې مور خپله کیسه له دویچه ویله سره شریکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/37Jap
Syrien Christian Lappe IS Kämpfer
انځور: privat

د ۲۰۱۵ کال د یوې شنبې ورځې په سهار د زبینې لپه، تلیفون سهار وختي چې شپږو بجو ته پنځلس دقیقې پاتې وې، زنګ وواهه. هغه په غوسه وه. په یاد یې دي چې له ځان سره یې ویل: «په دې سهار وختي راته څوک زنګ وهي؟»

تلیفون یې زوی کریستین، چې هغه وخت ۲۷ کلن وو، کړی وو.

هغه پر تیلفون وویل: «مورې، موږ په ترکيه کې یوو»

بیا یې زیاته کړه: «موږ په تمه یوو چې سوريې ته ولیږدول شو.»

کریستین له خپلې ځواني ښځې یاسمینا، سره یوځای په پټه له آلمان څخه وتلی وو چې د داعش له ملیشو سره یوځای شي. زبینې لپه خپل زوی ته زارۍ وکړې چې بيرته ور ستون شي، خو هغه داسې وې لکه تیږې ته چې يې زاري کړي وي.

کریستین د خپلې مور په ځواب کې وویل: «نه، موږ بیرته نه راځو. موږ داسې ځای ته ځو چې د خدای کلام نه بدلیږي.»

له درده ډکې خبرې

زبینه د خپل عمر د پنځمې لسیزې په لومړیو کلونو کې ده او د آلمان د لویدیځ ښار دورتموند په یوه دوه خونیزع وړوکي کور کې ژوند کوي. د هغې د ناستې په خونه کې د کریستین کوم انځور نه شته، خو خرقه یې اوس هم د کور د ننوتو دروازې ته نزدې ځوړنده ده. زبینه په قاطع آواز وایي: «دا به تل همدلته وي.»

کور یې پناه ګاه ده او دباندي تلو ته زړه نا زړه وي. هغه د یوه ترهګر مور ده، خو که څه هم څوک له هغې سره د کریستین ویر نه کوي، خو زبینه داسې یوه مور ده چې خپل اولاد یې له لاسه ورکړی دی.

Sabine Lappe
زبینه له خپل زوی سره مینه لري خو د هغه انتخابونه یې زوروي.انځور: DW/E. Felden

هغه وايي: «زه له هغه سره مینه لرم.» بیا زیاتوي: «خو په پای کې له پخواني کریستین څخه هیڅ هم نه وو پاتې.»

دویچه ویله د ایالت د پولیسو له امنیتي څانګې وغوښتل چې د زبینې لپه په اړه څه ووایي خو چارواکو وویل چې د «معلوماتو د خوندیتوب له کبله» په دې اړه یوه بیانیه نه شي جوړیدای.

زبینه تیزي خبرې کوي. هغه وارخطا ښکاري او مني چې له رسنیو سره د خبرو په هکله بې زړه وي. د کریستین د ژوند کیسه تر یوه حده پورې د زبینې د ژوند داستان هم دی. هغه ساعتونه په دې اړه خبرې کوي چې څرنګه یې پخپله د کریستین افراطي کیدل تجربه کړل.

د تقدیر لومړۍ ضربې

کریستین یو هوښيار ماشوم وو. مور یې وایي چې لوبې به یې کولې او غوښتل یې ډیر څه زده کړي. د کریستین روزنه بې له ستونزو نه وه. زبینې هغه په یوازې سر روزه او کله چې هغه د مخدره توکو استعمال پیل کړ نو مور یې تر څنګ ودریده.

کله چې کریستین تنکی ځوان وو، نو ناروغه شو. تر ډیره وخته پورې څوک نه پوهیدل چې پر هغه څه شوي. زبینه وایي: «هغه په دوامداره توګه وچیده. ډوډۍ به یې خوړله خو بیا یې هم وزن کمیدی. ډاکټرانو فکر کاوه چې هغه کیدای شي د رواني لاملونو له کبله په بې اشتهايي اخته شوی وي.»

په شل کلنۍ کې، کریستین یوه شپه د نس دومره شدید درد درلود چې زبینه د امبیولانس راغوښتلو ته اړه شوه. کریستین په همدې شپه عملیات شو. ډاکټرانو تشخیص کړه چې هغه د کولمو په شدید التهاب اخته دی چې ورته د «کرون ناروغي» هم وایي.

«الله ته ستنیدل»

د زبینې په یاد دي چې کریستین له بې هوښۍ تر راوتو وروسته له ځان سره یوه ژمنه وکړه. هغه غوښتل چې له خدای څخه هغه ته د یوه دویم چانس ورکولو او د ژوند د دوام په خاطر مننه وکړي. تر دې وخته پورې کریستین اسلام ته تمايل نه لاره، د دې دین افراطي شاخه سلفیزم خو لا پریږده. کورنۍ یې کاتولیک وه خو ډیره مذهبې نه وه.

Deutschland Symbolbild Salafismus
کریستین په ۲۰۱۲ کال کې مسلمان شو او مور یې بیا شپږ میاشتې وروسته دې دین ته مخه کړهانځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

په لومړي سر کې داسې ښکاریدل چې هر څه به سم شي. د کریستین روغتیایي حالت تر څو نورو عملیاتونو وروسته مخ پر ښه کیدو شو. هغه غوښتل چې لومړي ښوونځي پای ته ورسوي او بیا په پوهنتون کې د روان پیژندنې په برخه کې لوړې زده کړې وکړي. په ښوونځي کې هغه له داسې ځوانانو سره اشنا شو چې د مکرون او ترکیې هیوادونو ریښې یې لرلې. هغوی د اسلام ستاینه پیل کړه، او کریستین هم له دې دین سره لیوالتیا پیدا کړه.

مور یې وایي: «په ۲۰۱۲م کال کې هغه ناڅاپي کور ته راغی او راته یې وویل چې اسلام ته د اوښتو په اړه فکر کوي.»

په دې وخت کې لپه پخپله له سختیو سره مخامخ وه. د هغې ملګری په ناڅاپي توګه مړ شوی وو. پخپله لپه هم د ژوند د نوې معنې په لټه کې وه. له دې کبله چې زوی یې بالاخره داسې څه موندلي ول چې له کبله یې خوشحاله وو، نو هغې هم د اسلام په اړه څیړنې پیل کړې.

تر کریستین شپږ میاشتې وروسته، زبینه لپه، هم مسلمانه شوه. په خپله خبره یې هغه هم «الله ته ستنه شوه». هغه وایي چې نوي دین په یوې «متعادلې انساني» بدله کړه.

د نظر د اختلاف لومړی پېښه

کله چې زبینه له کوره وځي نو ځان پوښي. خو مخ یې لوڅ وي: «خو مخ مې لوڅ پاتیږي، زه حجاب نه اغوندم. دا زه دلته مناسب نه ګڼم. موږ اوس هم په آلمان کې یوو.»

له همدې کبله هغې له کریستین سره لومړۍ شخړې وکړې. زبینه وایي: «هغه ژر په خپلو نظریاتو کې افراطي شو.»

کریستین به په دې غوسه کیده چې مور یې هر اوونۍ یوه آلماني بازار ته تله، له پلورونکو سره یې خبرې کولې او آن یې له هغوی سره لاس ورکوه. مور ته به یې ویل: «مورې دا مه کوه. دا حرام دي.»

Eine voll verschleierte Frau in der Frankfurter Innenstadt
زبینې او کریستین د اسلام په اړه د نظر اختلاف لره. هغه وایي: «زه حجاب نه اغوندم.»انځور: picture-alliance/dpa

خو زبینه د خپل زوی نیوکو ته تسلیم نه شوه. هغه وایي: «زه که فکر وکړم چې دا کار مناسب دی، نو له هر چا سره لاس ورکوم. البته چې له مسلمانو نارینه و سره نه. خو زه نه شم کولی چې په ناڅاپي توګه ښاغلي مولر ته چې له ۱۵ کلونو راهیسې پر ما رومیان پلوري، ووایم چې نور [د روغبړ پر مهال] لاس نه شو سره ورکولی ځکه چې زه اوس مسلمانه یم.»

کریستین په ۲۰۱۳م کال کې ښوونځی پای ته ورساوه. دا وخت به هغه په منظم ډول د دورتموند تقوا مسجد ته تګ را تګ کاوه. زبینه هم له هغه سره یو ځای شوه ځکه غوښتل یې پوه شي چې زوی یې چیري او له چا سره وخت تیروي. هغه وایي: «په لومړي سره کې زه ډیره تر تاثیر لاندې راغلم. ته هلته [مسجد] ته ځي او د یوه آلماني په توګه درسره د یوه ستورې په توګه چلن کیږي. هر څوک له دې سره لیوالتیا لري چې پوه شي تا څرنګه اسلام ته مخه کړې. هر څوک له تا سره مینه لري.»

«یوازي تکرار مه کوئ»

خو په دې مسجد کې داسې موضوعګانې هم وې چې د زبینې خوښې نه وې. هغه وایي: «ما ولیدل چې ډیرو ښځو هغه کارونه کول چې مړونو به یې ورته ویلي ول. ما په روښانه توګه پر دې نیوکه وکړه او هغوی ته مې وویل: پخپله قران ولولئ، یوازې [د خپلو مړونو خبرې] مه تکراروئ.»

دغه خبرې پر چا چندانې ښې و نه لګیدلې. کریستین هم له دې موضوع خبر شو: «نور نارینه کریستین ته ورغلل او ورته ويې ویل: 'مور دې اصلاح کړه. هغه دلته چاري ګډوډوي. 'کریستین هم له ما وغوښتل چې دا کار بند کړم.»

زبنیه وایي چې په دې مرحله کې د کریستین په اړه اندیښمنه نه وه: «ما فکر وکړ چې هغه باید د یوه آلماني مسلمان په توګه ځان په اثبات رسولی وای.»

له عواقبو سره مخامخیدل

کریستین په ۲۰۱۴م کال کې له خپلې راتلونکې میرمنې یاسمینه، سره اشنا شو. زبینه وایي چې هغه یوه مراکویي الاصله آلمانۍ وه چې په تیر وخت کې یې سخت کورنی ژوند لاره. زبینه زیاتوي: «په حقیقت کې ما هغوی دواړه یو له بل سره معرفي کړل.»

د جمعې ورځې تر یوه لمانځه وروسته یاسمینه، زبینې ته راغله او له هغې یې د کریستین په اړه وپوښتل ځکه غوښتل یې له یوه جدي مذهبي مسلمان سره واده وکړي. زبینې ته روښانه نه وه چې یاسمینه د داسې میړه په لټه کې وه چې ورسره سوریې ته ولاړ شي. زبینه په دې باور ده چې یاسمینه یې د زوی د لا افراطي کیدو اصلي لامل ده: «کریستین له دې ځواني نجلۍ سره ډیره لیوالتبا لرله. هغې کریستین په هغه شکل چې وو منلی وو. د هغه د مخ د دانو پر داغونو، د کرون ناروغی او په روغتو تر څو واري بسترېدو سربیره هم.»

له یو بل سره تر شپږ میاشتنۍ اشنايي وروسته، دواړو د فرانکفورت په یوه مسجد کې نکاح وتړله. د ۲۰۱۵م کال د نوی کال په شاوخوا کې یاسمینه په اول وار زبینې ته وویل چې غواړي له میړه سره یوځای په سوريه کې داعش ته ورشي. زبینه وایي: «په خواشینۍ سره چې هغه وخت یې ما خبره جدي و نه نیوله، ځکه هغه وخت لا هغه [یاسمینه] نیمه ماشومه وه.»

Islamischer Staat Kämpfer
کریستین په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې په اړه سفر پیل کړ چې له داعش سره یوځای شيانځور: picture-alliance/abaca/Balkis Press

پلانونه جدي شول

په حقیفت کې یاسمینه او کریستین، د دې پلان له پاره اساسي چمتوالی نیولی وو. هغوی د انترنت په کافي ګانو کې خپل سفر پلان کړی وو. ځینې دغه کافې ګانې له دورتموند څخه بهر وې. زابینه وایي: «هیڅوک دومره ساده نه دي چې دغه شان یو څه د خپل کور له آی پي ادرسه پلان کړي.»

د زبینې په خبره، کریستین په دې وخت کې په آلمان کې د سلفستانو یو شمیر مهم کسان پیژندل. په هغوی کې یو کس هم ابراهیم ابو ناګي، وو چې د «لایز!» کمپاین بنسټ ایښودونکی دی. اوس په آلمان کې پر دې کمپیان باندې بندیز لګول شوی. په کمپاین کې ښکیل کسانو د آلمان په بیلابیلو ښارونو کې د قرآن آلماني ژباړې ویشلې. د کریستین بل آشنا ابو والا، وو چې په آلمان کې د داعش «سفیر» بلل کیږي. والا په ۲۰۱۶ کال کې ونیول شو او اوس یې د محکمې بهیر روان دی.

کریستین همداراز له انیس امیري، سره هم لیدلی وو چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په برلین کې د کریسمس پر مارکیټ د موټر برید وکړ. د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې او سوریې ته د کریستین تر سفر یوازې څو اوونۍ مخکې، انیس آلمان ته له ناسم هویت سره داخل شوی وو.

Berlin Terroranschlag Breitscheidplatz 2016
کریستین له انیس امري، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په برلین کې برید وکړ، هم یو څه پیژندلانځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

زبینه وایي، آن سوریې ته تر سفر مخکې، کریستین د تورتموند د پولیسو تر نظر لاندې وو. هغه زیاتوي چې پخپله تر نن ورځې پورې د پولیسو تر څار لاندې ده. هغه څو وارې مجبوره شوې چې خپل ګرځنډه تلیفون پولیسو ته وسپاري. هغه ډیر وخت په انترنت کې تیروي او وایي چې د فیسبوک له لارې له هغو کسانو سره چې له سلفیزم سره تړاو لري په اړیکه کې پاتیږي. په خبره یې دا کار ځکه کوي چې آن د کریستین تر مړینې وروسته هم، د امکان تر حده پورې د هغه په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د داعش پر لور سفر

د زبینه په یاد دي چې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې د کریستین او یاسمینه تر سفر وروسته، به یې په منظم ډول له هغوی سره د تلیفون او وتس آپ، له لارې اړیکه لرله. خو کله به داسې شوه چې په اوونیو به یې د خپل زوی احوال نه لاره. کریستین به تل هغې ته له بیلابیلو شمیرو زنګ وهه. زبینې نه شوای کولای چې په خپله هغه ته زنګ ووهي. هغه وایي: «کریستین په رقعه، ادلیب او ابو کمال کې وو. یو ځل په عراق کې هم وو.»

زبنیه وایي چې په وار وار یې هڅه وکړه چې خپل زوی بیرته ستنیدو ته وهڅوي. خو هغه وایي: «که څه هم باور یې سخت دی، خو هغه هلته ډیر خوشحاله وو.»

خو په دې وخت کې یوه ویدیو رابرسیره شوه. د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر میاشت کې، سوریې ته د کریستین تر سفر پوره یو کال وروسته، په داعش پورې تړلې انترنتي پاڼې «فورات میدیا» کې یوه ویډیو خپره شوه. په دې ویدیو کې کریستین ښوول کید چې خپل نوم یې ابو عیسی الالماني، ته اړولی وو. په ویډیو کې هغه د خپلې نارغۍ کیسه کوي، د ژوند پر معنی غږیږي او وايي چې په اسلام کې یې د خپلو پوښتنو ځواب وموند. هغه په روښانه توګه په اروپا کې د بریدونو غوښتنه هم کوي.

Syrien Christian Lappe IS Kämpfer
کریستین په سوریې خپل نوم ابو عیسی الالماني ته واړوهانځور: privat

زبینه وایي: «دا هغه شیبه وه چې کریستین زما له پاره بیګانه شو.»

په ویډیو دې کریستین پر خبرو سربیره چې کمرې ته یې مخامخ کوي، نور زړه پاروونکي انځورونه هم ښوول کیږي چې په ترڅ کې یې ښوول کیږي چې د یوه سړی لاسونه تړلي او تبر پرې د راکښته کیدو په حال کې دی. لا روښانه نه ده چې ایا کریستین د دغه کس لاس قطعه کوي او که نه، خو په دا بیا په روښانه توګه لیدل کیږي چې کریستین هغه کس پر سر مچوي چې لاس یې پرې شوی.

د فلم تر لیدو وروسته، پر زبینې باندې دنیا چپه شوه. هغه وایي: «زه نه پوهیږم چې یو کس څرنګه دغه کار کولای شي. دا غلطه خبره ده. په قرآن کې نه شته، په هیڅ یوې سوره کې یې نه شته.»

د ویډیو تر لیدو وروسته، کله چې کریستین بیا له خپلې مور سره خبرې کولې نو هغې تر د ویډیو په اړه پوښتنه وکړه. کریستین خپله مور د هغې د نیوکو له کبله «کافره» وبلله. زبینه وايي: «هغه پر ما تور ولګوه چې خپل دین په سم نه پیژنم.»

له دې سره زبینې خپله دا هیله چې زوی به یې یوه ورځ بیرته آلمان ته ستون شي، له لاسه ورکړه. هغه وايي: «هغه ته به له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د زندان سزا اورول شوې وای.»

زبینه وایي چې دغه سزا به په بشپړه توګه مناسبه وای او زیاتوي: «په زندان کې به مې لږ تر لږه د هغه د لیدو چانس لرلی.»

د مرکې په جریان کې زبینه تل خپل زوی ته د کریستین خطاب کوي او ابو عیسی الالماني، یې نه بولي: «زما له پاره هغه اوس او د تل له پاره کریستین دی.»

کله چې له زبینې څخه پوښتل کيږي چې ایا باور لري چې کریستین به څوک وژلي وې، نو هغه یې سم ځواب نه وایي: «اجازه راکړه چې داسې یې ووایم. هغه د البغدادي له پاره یوازې کچالو نه پوستول. هغه په بشپړه توګه د هغه څه چې ترسره کول یې، تر شا وو. کریستین غوښتل چې په تاریخ کې یاد شي او د یوه آلماني مسلمان په توګه د هغه څه له پاره ووژل شي چې ده سم ګڼل.»

زبینې یوه ورځ د وتس آپ له لارې، یو انځور ترلاسه کړ چې پکښې روغ رمټ کریستین او یسمینه ښوول شوي ول. سمدستې زبینې دویم انځور هم ترلاسه کړ چې پکښې د یوه کلشینکوف پر شاجور باندې د حامله ګي یوه آزموینه ایښودل شوې وه. د کریستین ښځه حامله وه.

زبینه وایي: «هغوی دواړه په واضح ډول خوشحاله ول او وياړ يې کاوه. خو د پلار کیدو لیدلوري کریستین لا پسي افراطي کړ.»

Syrien Christian Lappe IS Kämpfer mit Frau Yasmina
زبینه بیا پوه شوه چې د زوی ښځه یې حامله دهانځور: privat

په دښته کې مرګ

د ۲۰۱۷م کال د اګست پر لومړۍ نیټه، زبینې د وروستي ځل له پاره له خپل زوی سره خبرې وکړې: «هغه راته وویل چې جګړې ته ځي او دا چې زما سره مینه لري.»

زبینه په یاد لري چې یو خراب احساس یې لاره او په دې باور ده چې کریستین هم ورته احساس لاره. هغه لا وختي یاسمیني ته ویلي ول چې که ووژل شو، نو د ده د خوښې یوه عراقي جنګیالي سره دې واده وکړي. پر هر څه لا وختي خبرې شوې وې.

د سپتمبر پر ۱۹مه نیټه، زبینې ته بیا زنګ ووهل شو. دا ځل په تلیفون کې یاسمینه وه. زبینه وايي: «هغې په ویاړ وویل چې کریستین اوس شهید دی. هغه د آلمان له پاره وژل شوی.»

زبینه وایي: «نه، کریستین د الله له پاره نه دی وژل شوی، بلکي د البغدادي او د هغه د نورو جنایتکارانو له پاره وژل شوی دی.» ډیر ژر د کریستین د خونړي جسد انځورونه او ویډیو ګانې چې د حمس په ختیځ کې د یوې دښتې په ریګ کې پروت دی، پر ټولنیزو شبکو خپاره شول.

زبینه اوس ژاړي. دا لومړی ځل دی چې هغه د څو ساعتونو مرکې په جریان کې اوښکې تویوي. هغه وایي: «په داسې وخت کې سړی نور فکر نه کوي.»

زبینه د غم، ویرې او بې ځواکي په اړه خبرې کوي خو وایي چې دین ورته ثبات راوړي: «زه په دین کې آرامښت مومم.»

Abu Bakr al-Baghdadi Führer Islamischer Staat
زبینه وایي: «نه، کریستین د الله له پاره نه دی وژل شوی، بلکي د البغدادي او د هغه د نورو جنایتکارانو له پاره وژل شوی دی.»انځور: Getty Images/AFP

لمسۍ، چې زبینه ورته لاسرسۍ نه لري

زبینه اوس یوازې ده او تقریبا څوک نه لري. همدا چې خلک پوه شي هغه څوک ده، نو ځان ترې ګوښه کوي. هغه اوس له دې پوښتنې سره بلده شوې: «ته دې کریستین لپه مور یې؟»

زبینه تل دې پوښتنې ته داسې ځواب وايي: «هو، زه د کریستین لپه مور یم. او زه چا ته ګواښ نه رامنځ ته کوم. زه تر جامو لاندې کوم کلنشیکوف نه پټوم او چا لاس هم نه پرې کوم.»

زبنیه اوس د یوه وژل شوي ترهګر مور، ده. د هغې د کور پر سړک درملتون، نور پر دغې ښځې درمل نه پلوري: «هغه بله ورځ مې عادي درمل په کار ول، خو له ما وغوښتل شو چې له درملتون څخه ووځم. خلک مې یا احمقه، یا داسې یوه مور چې ناکامه شوې، او یا هم ترهګره بلي.»

زبینه له ډیرې مودې راهیسې خپل پخواني مسجد ته هم نه ده تللې. هلته داسې ویره موجوده ده، چې زبینه به د دې مسجد پر خلکو باندې خرابه اغیزه وکړي.

د ۲۰۱۷م کال په پای کې، د کریستین زوی د داعش (اسلامي دولت) ډلي د واکمنۍ په پخوانۍ سیمه کې نړۍ ته راغی. هغه د خپل پلار د کلیزې په ورځ وزږید. زبینه یې ځینې انځورونه ښيي. ماشوم کریستین ته ورته دی. یاسمينه اوس له یوه عراقي چنګیالي سره چې کریستین ورته انتخاب کړی وو، واده کړی دی. کله نا کله څو اوونۍ تیریږي خو زبینه د خپل لمسي او یاسمینه احوال نه لري.

د زبینې د ژوند تر ټولو لوی آرمان دا دی، چې وشي کړای خپل لمسي په غیږ کې ونیسي. خو باور نه لري چې خوب به یې پوره شي.

هغه وایي: «د کریستین په اړه مې احساس لره چې له لاسه به یې ورکړم، اوس د دې واړه ماشوم په اړه هم ورته احساس لرم.»