د يونسکو د نړیوال ميراث ليست ته کانديدان
د جولای مياشتي له ۲۴ مي نېټې څخه د هغو ځايونو په هکله پريکړه کيږي چې په راتلونکی کي د يونسکو د نړیوال کلتوري میراث په ليست کي شامليږي. د هغو ځايونو ځيني يې دلته کتلای شئ:
د آلمان په دارمشتاد کې د هنرمندانو مستعمره
د آلمان د هنرمندانو مستعمره ودانۍ د کلتوري ميراث د کانديدانو په نوم لړ کي راځي. دغه ودانۍ په ۱۸۹۹م کال کي د هسیان ارنست لودویګ له خوا يې بنسټ ايښودل شوی. د ۱۹۰۱ او ۱۹۱۴م کلونو تر منځ د ماتيلدنها هنرمندانو، په څلورو سترو نندارتونو کي خپلې طرحې او وړاندیزونه د يو مدرن ژوند له پاره په هنري ډول وړاندې کړي.
په هالنډ کې د اوبو نوی بهیر
په هالند کې د اوبو د مخنيوي له پاره د ۸۵ کيلومتره په اوږدوالي استنادي دیوالونه، تر ځمکي لاندي تاکاوۍ او کانالونه. دغه ځايونه په ۱۸۱۵م کال کي ډيزاین شوي چې په نړۍ کي بې ساري دي.
د تايلند ملي پارک کينګ کرچن
دغه ۴۸۲ هکټاره ځنګلي سیمه له ميانمار سره په سرحد کې ده. د خوږو اوبو له تمساح څخه نیولي ان تر ۷۲۰ ډوله وحشی حيوانات او ۴۶۰ ډوله مارغان پکي ژوند کوي. دغه بې ساري ځای ته تايلند هیله مند دی چې د نړیوال کلتوري میراث په توګه وساتل شي.
د منګولیا د ډبرو يادګارونه
تر دريو مترو پوري لوړي ولاړې ډبرې د برونزو په زمانې پورې اړه لري. دغه ډبري چې پرې حيوانات نقاشي شوي دي، د يو پراخ دود په توګه پيژندل کيږي. د برونزو زمانې کوچانو پر قبرونو باندي د شناختو درول دود کړل چې تر۱۰۰۰کاله پخوا زماني ته رسیږې.
د سرحد ليمس يا برج
د روم امپراتوري يوه له سترو امپراتوريو څخه وه چې د دفاع کرښه يې په شمال کي له جرمينين سره وه. دغه د هغه وخت د سرحد يا وېش برج دی. دې ته هغه وخت او اوس هم ليمس ويل کيږي.
د جاپان جيمونيک لرغوني کوډلي
په اوسني جاپان کي زرونه کلونه مخکي دغه شان کورونه جوړ ول. دغه کورونه د جومون په زمانه کي (له ميلاد څخه ۱۳زره کاله دمخه تر ميلاد مخکي ۳۰۰ کلونو پوري). په اوموري کې د سانای ماروياما کلی چي دغه کورنه پکښې دي شاوخوا۵۹۰۰ کاله قدامت لري.
د آلمان په ورمز کې د يهوديانو هديره
د آلمان په ورمز کې د يهوديانو هديره.
په اروپا کې د اوبو ستر حوضونه
په ډېرو هيوادونو کي د تودو اوبو ښارونه شته چې ډېر ژر به له هغوی څخه ۱۱ يې د نړۍ په فرهنګي ميراث کي شامل شي. يو له هغوی څخه د بريتانيا په سويل لويديځ کي د بات ښار دي. د لرغوني روم حمامونه چې په ډېره ښه توګه يې ساتنه شوې د ميلادي پيړۍ په لومړيو کي جوړ شوي مدام پکې طبعي تودې اوبه وي. نور پاتي د استراحت ځايونه په بلجيم او اتريش کې شتون لري.
د پيرو دښته
دا د پيرو په دښته کي د ۲۳۰۰ کاله په لرغونتوب سره یوه ستره ابادي ده چې يو پکي معبد، يوه غرنۍ کلا او د غره تر شا دغه ۱۳ برجونه دي. دغه ځایونه داسي ودان شوي چې په دقيق ډول د لمر موقعيت د يو کال په اوږدو کي مشخص کوي او په امريکا کي تر ټولو لرغوني د لمر زليدلو ځاي ګڼل کيږې.
اتوپيا، صوف عمر
دغه ځای په نړۍ کې د زيرزمینې سیتسم يو له ترټولو په زړه پورو او پراخو ځايونو څخه دی. دغه غار د ګوبا بالی په ۱۲۰ کيلومترۍ کې واقع دی. دا د طبيعت معماري ده. دغه غار د مقدس شیخ صوف عمر په نوم جوړ شوی دی چې ویل کيږې څو پيړۍ پخوا يې دلته پناه اخيستې وه.