1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان پوليسو درې تنه مهاجرو سره د مرستې په تور نيولي دي

۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبه

د يونان پوليس وايي چې په لیسبوس ټاپو کې يې د يوې يوناني غيردولتي موسسې درې کارکونکي نيولي دي. پر نيول شوو کسانو تور دی چې مهاجرو سره يې مرسته کوله تر څو په غيرقانوني توګه يونان ته داخل شي.

https://p.dw.com/p/33x6Y
Griechenland Moria Flüchtlingslager auf Lesbos
د آرشيف انځورانځور: Reuters/A. Konstantinidis

د فرانسې خبري آژانس د چهارشنبې ورځې ( د ۲۰۱۸م کال د اګست ۲۹مې) رپوټ په حواله، د يونان پولیسو د سه شبنې په ورځ وويل چې دوی په ليسبوس ټاپو کې د يوې يوناني غيردولتي موسسې درې کسان په دې تور نيولي دي چې مهاجرو سره يې مرسته کوله تر څو يې په غيرقانوني توګه دغه هیواد ته دننه شوي وي.

په رپوټ کې ويل شوي چې نيول شوي کسان د بيړنیو مرستو له نړيوال مرکز (ERCI) څخه دي. دغه کسان له لیسبوس ټاپو څخه کوم چې په زرونو مهاجر په کې ميشت دی، نيول شوي دي.

په دې اړه د يونان پوليسو له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «د يوې جنايي شبکې سازمان ورکړل شوي فعالتيونه چې په سيستماتيک ډول يې مهاجرو ته د غيرقانوني داخلیدو اسانتیاوې برابرولې په بشپره توګه افشا کړل شوه.»

د پوليسو په اعلاميه کې زياته شوې ده چې د دغې ډلې غړو، له ۲۰۱۵م کال راهيسې د ټولنيزو رسنیو د ګروپوڼو له لارې مهاجرو سره په اړيکه کې ول او هغو ته يې په «فعاله توګه» يونان ته په غيرقانوني توګه دننه کيدو کې «مرستېِ» کړې دي.

چارواکو ويلي دي چې تورنو کسانو په دوامداره توګه د حالاتو د څارنې په موخه، د یونان ساحلي ساتونکي او د فرونتکس آژانس د مخابرو يا بې سيم تماسونه هم په غيرقانوني توګه نظارت کړي دي.

پوليس وايي چې په دې تړاو هيڅ ترلاسه شوي معلومات له یوناني چارواکو سره نه وو شريک شوي.

دوی زياتوي چې په دغې قضيه کې په ټوليزه شپږ يوناني او څلورويشت بهرني اتباع ښکيل ول.

د نيول شوو کسانو له ډلې څخه يوه يې ۲۳ کلنه سوريايي زده کونکې سارا مرديني ده چې د برلين د بارد پوهنتون له خوا يې تحصيلي بورس هم ترلاسه کړی دی.

د هغې خور يوسرا، د ۲۰۱۶م کال د ريو المپيک لوبو کې د مهاجرو په لوبډله کې د «يو ان اچ سي آر» ادارې له لوري د حسن نیت سفيرې په توګه ګډون کړی وو.

د هغې خور تر دې يو کال مخکې هغه مهال چې په يوه کشتۍ کې له ترکيې څخه يونان پر سفر وه، پر دې  توانيدلې وه چې د خپلو د لامبا مهارتونو په کارولو سره ځان او په کشتۍ کې سپاره اتلس نور مهاجر له له ډوبيدو وژغوري. هغه مهال د دوی کشتۍ خرابه او له اوبه ډکه شوې وه.

د يونان پوليسو ويلي دي چې د ERCI دوه نور فعالان تر دې مخکې په فبرورۍ مياشت کې په داسې حال کې چې پر جيپ موتر يې د پوځ جعلي نمبرپلېټونه لګېدلي وي، نيول شوي ول. ERCI تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي دي چې د روان کال په پيل کې هم درې هسپانويان او دوه دنمارکيان په دې تور چې هڅه يې کوله مهاجرو سره يونان ته په غيرقانوني توګه داخليدو کې مرسته وکړي، نيول شوي ول. دوی په می مياشت کې د محکمې له خوا برات ترلاسه کړ.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: