1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان پوليسو د مهاجرو پر وړاندي اوښکي بهوونکی گاز کارولی

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

د يونان پوليسو په ليسبوس ټاپو کي په يوه له حده زيات ډک مهاجرو کمپ کي، د مظاهرو پر وخت پر ماشوم مهاجرو له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/3P2HW
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
په یونان کی د موریا کمپ ، انځور له آرشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د «انا» په نامه يوناني خبري آژانس رپوټ ورکړی چي د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۳۰۰ هغو ماشوم مهاجرو چي بې والدينو مهاجر سوي دي، د موريا په زاړه کمپ کي په مظاهرو کي گډون وکړ او غوښتل يي د يونان وچي ته انتقال سي. کله چي دغو مهاجرو کثافت دانيو ته اور واچاوه نو پوليسو هم د هغوی په مقابل کي اوښکي بهوونکی گازاستعمال کړ.   

د موريا کمپ پر شرايطو باندي له کلونو راهيسي سخت انتقادونه کيږي، ځکه چي هغه ډير ډک دی. په اگست مياشت کي د څه د پاسه ۳۰۰۰ نوو مهاجرو تر راتگ وروسته، چي بې له هغه هم هلته هيڅ ډول نظافت په نظر کي نه دی نيول سوی، نور يي هم پکښي د ژوند کولو شرايط خراب سوي دي.

د ملگرو ملتو د ارقامو له مخي، د اگست مياشتي په پای کي هلته څه ناڅه ۱۱ زره انسانانو ژوند کاوه چي په حقيقت کي دغه کمپ، د دغه شمير د يو پر څلرمه له پاره ظرفيت لري.     

ډير مهاجر ځکه له مياشتو راهيسي په موريا کمپ کي ژوند کوي چي د پناه غوښتني عريضې يي ځنډول کيږي. د آتن نوي محافظه کاره حکومت اوس پريکړه کړې ده چي د مهاجرو له پاره اقامه دعوي لغوه کړي تر څو د پناه غوښتني پروسه يي گړندۍ سي.

په دې ترڅ کي د اروپايي ټولني کميسيون له ليبسوس څخه د مهاجرو د انتقال له پاره له يونان سره د مرستو ژمنه کړې ده. د سه شنبې په ورځ د يونان چارواکو، لومړني زر کسان مهاجر د موريا له کمپ څخه د يونان وچي ته انتقال کړل. هغوی لومړی د کښتيو په مرسته د تيسالونيکي بندري ښار او د يونان په شمال کي کيلکيس ته نژدې، د نيا کاوالا لاگرته انتقال سول.

خو هلته هم د ژوندانه شرايط مناسب نه دي. نوو مهاجرو د چهارشنبې په ورځ د پاکو اوبو، بريښنا او خيمو له کمښت څخه شکايت کاوه. د ساسان په نامه يوه شل کلن افغان وويل: «موږ د موريا کمپ د ښه تره شرايطو په هيله پريښود، خو دلته شرايط تر هغه لا خراب دي.»

په يونان کي د اولس د ساتني وزارت په حواله په نياکاوالا لاگر کي په اوس وخت کي د زرو تنو اوسيدونکو له پاره فقط ۲۰۰ خيمې موجودي دي. له موريا کمپ څخه بله ډله مهاجر بايد اول، نورو لاگرونو ته انتقال سي. 

ترکيې د ۲۰۱۶م کال په مارچ کي له اروپايي ټولني سره د مهاجرو په هکله يوه معامله وکړه چي له مخي به يي د مالي مرستې په مقابل کي سوريايي مهاجر د خپل هيواد په دننه کي ساتي او په يونان کي ټول رد سوي سوريايي مهاجرو بيرته مني. د دې کار په نتيجه کي يونان ته د مهاجرو په راتگ کي د پام وړ کموالي راغلی دی. خو تر نن ورځي پوري بيا يوازي ډير کم شمير مهاجر له يوناني ټاپوگانو څخه بيرته ترکيې ته انتقال سوي.

گ.پ /ن .ز /آژانسونه