د يونان په يوه کمپ کي د چړې بريد ملگري ملتونه اندېښمن کړي
۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبهپه ليسبوس ټاپو کي د مهاجرو کمپونه له ډيره وخته راهيسي ډير ډک دي. مخکي تردې د ليسبوس په يوه کمپ کي يوه ۱۵ کلن افغان خپل څوتنه همزولي په چړو وهلي چي په نتيجه کي يي يوه تنکي ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د موريا په کمپ کي د شنبه په ماښام دغه حمله کي، دوه نور تنکي ځوانان ټپيان سوي هم دي چي د يوه حالت د انديښنې وړ دي.
ځانگړې پالنه بايد موجوده وي
د چارواکو په حواله د دغه کار علت تر اوسه معلوم نه دی. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) مشر فيليپ ليکلارک ويلي چي »د موريا کمپ د هغو کوچنيانو د ساتلو ځای نه دی چي يوازي دي او په کورونو او يا هم د تيښتي پر وخت يي غمجني پيښې زغملي دي.«
هغه زياته کړې چي دغه ډول کوچنيان يوې ځانگړې پالني او د هغوی له غوښتنو سره برابرو، خاصو ځايونو ته اړتيا لري.
د يونان د آژې سمندرگي په ټاپو کي په لسونو زره مهاجر، مخکي له دې چي د هغوی د پناه غوښتني پر عريضو باندي پريکړه وسي، زياتره وخت په مياشتو مياشتو له اندازې ډک کمپونو کي انتظار باسي.
د ليسبوس، ساموس، چيوس، کاس او ليروس په لاگرونو کي ناوړه حالت باندي له ډيره وخته راهيسي سخت انتقادونه کيږي. يوازي په موريا کمپ کي ۸۵۰۰ مهاجر ځای پر ځای دي چي دغه شمير د کمپ د هغه اصلي ظرفيت په پرتله چي اجازه ورکول سوې، څلور برابره زياته دی.
گ.پ/ ن .ز/آژانسونه